د لاس رسي وړ اتصالات

په پوځي رپوټ کی د افغاني بندیانو سره د بد سلوک ذکر  - 2005-05-20


د امریکا د یوې ورځپاڼي رپوټ وایی چی د امریکا د پوځ په یوه پټ او سری رپوټ کی ویل شوی دی چی امریکایی عسکرو د افغان بندیانو سره ناوړه رویه کړې او د هغوی حقوق یې پایماله کړی دي . د نیو یارک ټایمز ورځپاڼه وایی چی ددې ناوړی رویې او په ٢٠٠٢ یم کال کی د بگرام په هوایی اډه کی ددوو افغانی بندیانو د وژلو معلومات د هغي دوسیې نه تر لاسه شوی دي چی ددغو وژل شوو بندیانو د تحقیقاتو جریان په کی حفظ شوی و .

د ټایمز رپوټ چی نن خپور شوئ وایی چی دغه دوسیه چی د کاغذ په ٢٠٠٠ مخونو کی ترتیب شوې او ورځپاڼي یې معلومات تر لاسه کړی دي ښئی چی ځوانو عسکرو چی ښه نه وو روزل شوي د بندیانو سره پرله پسې بد او ناوړه سلوک کړی دی . ورځپاڼه د هغو عسکرو شواهد بیانوی چی وایی ددغو ناوړه کارونو یو هدف د معلوماتو حاصلول یا سزا ورکول و ، مگر په هغو کی د تشدد نه هم کار اخیستل شوی او جنایتونه هم شوی دي .

امریکایی مامورینو دغه راز پخواني رپوټونه چی د بندیانو سره د نارواو په باره کی خپاره شوی وو نادري پېښي بللي وې مگر دغه دوسیه چی د جنایی تحقیقاتو په نتیجه کی ترتیب شوې ښئی چی دا کارونه نادر نه بلکی په عام ډول کیدل .

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼه وایی چی په اوو عسکرو باندی جنایی تورونه لگیدلي او د پوځ دوومفتشانو ته توبیخی سزا گاني ورکړه شوی دي .

XS
SM
MD
LG