د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان:  د هیروینو غټ تجارت - 2005-05-22


دیوی امریکا ورځپاڼی رپوټ وایی چه ځنو امریکایی مامورینو د افغانستان نه د هیروینود غټ تجارت د مخنیوی لپاره، د جمهورریس کرزی په هلو ځلو اعتراض کړیدی. نیویارک ټایمز په خپلی ننی گڼی کی لیکلی دی چه په کابل کی امریکایی دیپلوماتانو، د امریکا خارجه وزیری کاندولیسا رایس ته په یوتازه یادداشت کی خبرداری ورکړیدی چه د کوکنارود کښت د له منځه وړولوپروگرام ډیر ورو، روران دی. په دغه یادداشت کی ددی کارملامتی په محلی مامورینو، اود کلو په سپین ږیرواومشرانواچول شوېده چه د کوکنارود فصلونود تباه کولود پروگرام په عملی کیدوکی، چه د امریکا په پیسوچلیږی، خندونه اچوی. همدغه رازدغه یادداشت د جمهورریس کرزی په شمول په عالی رتبه حکومتی مامورینو باندی ملامتی اچوی چه په دی برخه کلک اقدام نه کوی. نیویارک ټایمزوایی په ښاغل کرزی باندی دا اعتراض ځنی هغه امریکایایی مامورین، مایوسه کړیدی چه پلان لری دافغانستان د کوکنارو د فصل زیاته برخه تباه کړی. دغه ورځپاڼه وایی د امریکا د خارجه د وزارت ځنو مامورینود افغانستان د جمهورریس حامد کرزی دفاع کړیده وایی د هوا خرابوالی اولوژستیکی ستونزی هم ددی سبب شوی دی چه د کوکنارو د کښتونود تباه کولو په پروگرام کی سستی راشی.

XS
SM
MD
LG