د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دمخدره موادو په ضد دده پر پروگرام  باندی دامریکا انتقادونه ردکړل - 2005-05-23


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دمخدره موادو په ضد دده پرپروگرام باندی دامریکا انتقادونه ردکړل اووویلی چې پدی برخه کې بین المللی مرستی ټکنی او زړه او نازړه دی . دغه راز ښاغلی کرزی پخپل هیواد کې دامریکا پرپوځی عملیاتو باندی دزیات کنټرول درلودلو غوښتنه هم وکړه . نن ددوشنبی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له جمهوررئیس بوش سره دملاقات په درشل کې ښاغلې کرزی دامریکا دتلویزنی شبکی سره په مرکه کې دامریکا په توقیف کې ددو افغان بندیانووژل وغندل . ښاغلې کرزی هغو کسانوته دکلکی سزاورکولو غوښتنه وکړه چې په بندیانو ظلم زورکوی . ښاغلې کرزی وویل، چې په هیواد کې ئې په سلو کې دیرش دکوکنارو فصلونه تباه شویدی او له بین المللی ټولنې څخه ئې وغوښتل چې پر افغانستان باندی دپړی اچولو پر ځای خپل کوښښونه زیات اوگړندی کاندی . ښاغلی کرزی پرون دیکشنبی په ورځ په باسټن کې دخپلی وینا په وخت کې افسوس وکړ چې بین المللی ټولنې په امریکا باندی د سیپټمبر دیولسمی نیټی دترورستی حملو پوری افغانستان په ډیر بحرانی وخت کی هیر کړ .

XS
SM
MD
LG