د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس بوش وائې، په افغانستان کې دامریکا عسکر به دمتحده ایالاتو ترکنټرول لاندی وی  - 2005-05-23


جمهوررئیس بوش وائې، په افغانستان کې دامریکا عسکر به دمتحده ایالاتو ترکنټرول لاندی وی ، سره لدی چې دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی داسی زونگه کړی وه چې امریکا ئې عسکر دی دفغانستان دحکومت ترکنټرول لاندی وی. دواړو مشرانو نن ددوشنبی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دملاقات نه وروسته په مطبوعاتو کنفرانس کې خبری وکړی . ښاغلې بوش وویل، امریکائې عسکر به دافغانستان دحکومت په همکاری او مشوره دالقاعدی دپاتی کسانو دله منځه وړلو کې خپلو کوښښونو ته دوام ورکړی . جمهور رئیس کرزی وویل، افغانان دهغه رپوټ له کبله خواشنی دی چې وائې، امریکائې عسکرو په افغان بندیانو ظلم زور کړیدی. هغه وویل چې داعمل دامریکا دخلکو نظر نه منعکس کوی . ښاغلې بوش او ښاغلی کرزی دامریکا او افغانستان ترمنځ دسیاسی ، اقتصادی او امنتی چارو کې دزیاتی همکاری پروتوکول لاس لیک کړیدی . دواړو مشرانو دسټراټیجیک روابطو په باره کې هم خبری وکړی . ښا غلې کرزی وعده وکړه چې په راتلونکو شپږوکالو کې به دکوکنارو کرکیله بیخی له منځه یوسی . ښاغلی کرزی دابتصره وروسته له هغې وکړه چې امریکا دهغه د اپین ضد پروگرام باندی انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG