د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهور رېس د سی شنبی په ورځ د امرېکا د کانگرس او مشرانو جرگی غړو ته په خپله وېنا کی د متحده اېا لاتو د مرستو مننه وکړه. - 2005-05-25


جمهور رېس حامد کرزي د سی شنبی په ورځ ماذېگر ناوخته،د امرېکا د کانگرس د مشرانو او غړو سره د خپل ملاقات نه مخکی په هغه غونده کی برخه واخېسته چه دده په وېاړ د کانگرس رېس ډېنېس هرسټرټ ترتېب کړی وه. د امرېکا د کانگرس رېس ووېل، په تېرو څو کلونو کی په افغانستان کی ډېر زېات تحولات او بدلونونه راغلی دی چه د جمهوری رېاست انتخابات هم پکی شامل دی.دا زما لپاره د وېاړ مقام دی چه د افغانستان د منت]ب جمهور رېس په توگه په دی ځای کی د ښاغلی حامد کرزي هرکلی کوم. د افغانستان جمهور رېس د نوموړي د وېنا په ځواب کی ووېل، دا زما لپاره د خوښئ ځای دی چه د امرېکا د دواړو اېوانونو د مشرانو او غړو په وړاندی اعلان وکړم چه دری مېاشتی وروسته به پارلمانی انتخابات په افغانستان کی کېږی،او په دی ترتېب به د دېمو کراسئ هغه جرېان مکمل شی چه د بن د موافقی د امضا کولو نه وروسته شرو شوی و. ښاغلي کرزي ووېل که په دی لاره کی د امرېکا د حکومت او کانگرس ملاتړ راسره نه نوی نو د ډېرو کلونو پوری به مونږ ددی کار په سر ته رسولو برېالی شوی نه وی. متحده اېالاتو سره د استراتېژېکی اړېکو د موافقی په باب ښاغلي کرزي ووېل، د ډېری لومړئ مرحلی نه راپدی خوا مونږ سره د د کانگرس د ټولو غړو صادقانه ملاتړ او همکاری موجود وه،ځکه چه د ددواړو گوندونو د ېوموټی ملاتړ په برکت په افغانستان کی د ډېرو بدلونونو لپاره لاره هواره شوه.د مثال په ډول نن سبا په مېلونو ماشومان ښوونځېو ته ځی او تعلېم حاصلوی.مونږ د هغو ټولو مرستو قدردانی کوو چه د امرېکا متحده اېالاتو راسره کړی دی. ښاغلي کرزي د کانگرس او مشرانو جرگی د غړو او مشرانو سره جلا جلا وکتل.

XS
SM
MD
LG