د لاس رسي وړ اتصالات

آسټرالیا وایی دملکی افغانانو د وژلو تحقیقات کوی - 2005-06-01


آسټرالیا ویلی دي چی په افغانستان کی به د خپلو هغو نظامی عملیاتو تحقیقات وکړی چی په ٢٠٠٢ کال کی ١١ ملکی کسان په کی ووژل شول . د ټایم امریکایی مجله وایی دا پېښه هغه وخت وشوه چی آسټرالیایی عسکرو چی گزمه یې کوله دوه افغان کلي وال چی د مبارزینو گمان یې پر وکړ ووژل . په دې وخت نورو کلیوالو ډزي شروع کړې او یوې ډلي چی فکر یې کاوه حمله ورباندی شوې هم ډزي وکړې . گزمې کومک وغوښت او امریکایی قواو ته امر وشو چی په دې سیمي باندی بمباری وکړی . په دې جگړه کی ١٦ نور ملکي خلک هم زخمي شول . د ټایم مجله وایی چی یوه آسټرالیایی عسکر د یوه ملکي سړي نه چی په دې جگړه کی وژل شوی و د سر لنگوټه ایسته کړه او د هغه توپک یې ورسره واخیست .

XS
SM
MD
LG