د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولیس په کندهار کی د بم چاودني تحقیقات کوی - 2005-06-02


افغان پولیس د هغه سرتیري په نورو ملگرو پسی گرځی چی پرون یې د کندهار په یوه مسجد کی بم وچاود ، شل کسه یې ووژل او ٥٢ نور یې زخمیان کړل . حمله کونکي بم په خپل ځان پوری تړلی و او هغه یې هغه وخت وچاود چی خلک د یوه وژل شوي مذهبی مشر چی په دې وروستیو وختو کی یې په یاغی طالبانو باندی اتقادونه کړی وو ، فاتحې ته ورغلي وو . په مړو کی د کابل د پولیسو قوماندان هم شامل و . په کندهار کی امنیتي قواو د ښار په ټولو برخو کی د سړکونو او لویو لارو په اوږدو کی د تلاشی پوستې جوړی کړی دي اومو ټرونه تلاشی کوی . د سرتیري چی بم یې چولئ د بدن ټوټې پیدا شوی دي . د کندهار والي گل آغا شیرزاد وایی چی هغه د اسامه بن لادن د تروریستی شبکې سره ارتباط درلود . د کندهار والي دا هم وویل چی ځیني اسناد هم د دغه سرتیري تروریست په بدن کی پیدا شوي چی ښئی هغه عرب و . د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د لوړي سطحي د تحقیقاتو امر کړئ او ویلی یې دي چی دا چاودنه د نامردانو او د اسلام ددښمنانو کار دی .

XS
SM
MD
LG