د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: طالبان په ایران کې روزل کیږي


د طالبانو دوه تنو قوماندانانو د برتانې یوې ورځپاڼې ته ویلي دي چې په سلګونه تنه یاغیان په ایران کې روزل شویدي چې په افغانستان کې د ناټو عسکر ووژني.

دغو قوماندانانو چې نومونه یې ندي اخیستل شوي،‎ د برتانې د سنډې ټایمز ورځپاڼې ته یې ويلي دي چې ایران د طالبانو غړو ته پیسې ورکړیدي چې د ژمي په موسم کې دې د دغه هیواد په جنوب ختیځ کې د درې میاشتو لپاره روزنه وکړي.

یو تن قوماندان ویلي دي چې په پاکستان د پوځ لخوا د طالبانو ځپل هغه څه دي چې دوی یې دیته مجبور کړل چې په نورو ځایونو کې روزنه وکړي.

د طالبانو دغو قوماندانانو ویلي دي چې د روزنې په لومړنۍ میاشت کې دا روزنه ورکول کیده چې څنګه د موټرو په کتار باندې حمله وکړي او بیا څنګه د ناټو د قواوو د حملې نه وړاندې د سیمې نه پښې سپکې کړي.

هغوي وایي چې په دویمه میاشت کې ورته دا روزنه ورکول کیده چې څنګه څو حلقې بمونه پداسې شکل ځای پر ځای کړي چې هغه عسکر پکې ووژل شي چې په لومړنۍ چاودنې کې ټپي شوي وي.

او په دریمه میاشت کې ورته په نظامي اډو او د تالاشۍ په پوستو باندې د حملې کولو روزنه ورکول کیده.

دایران جمهور رییس احمدي نژاد څه موده وړاندې کابل ته د خپل سفر په دوران کې د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي سره وکتل او په عامه توګه یې د هغه ملاتړ وکړ. خو له بلې خوا برتانوي او امریکایي چارواکو په ایران باندې دا شک درلود چې په پټه د طالبانو سره مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG