د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: د مارجې مهمې نقطې نیول شوي


(عکس: AP) د آمریکا د سمندري قواوو جنرال وايي چې د آمریکا په مشرۍ قواوو د افغانستان په جنوب د مارجې په ولسوالۍ کې سړکونه او ددغې ولسوالۍ بازار تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی خو په عین حال کې ناټو ویلي دي چې د ټولې سیمې د خوندي کولو دپاره یوې میاشتې ته ضرورت شته.

برید جنرال (لاري نیکولسن) اسوشیتت پریس ته وویل چې متحدې قواووې په هغه ځای کې چې باید وي هغه ځای ته رسېدلي دي. د هغه په وینا د آمریکا په مشرۍ قواوو د مارجې د ښارګوټي مهمه برخه نیولې ده.

په عین حال کې د بریتانیوي قواوو تورنجنرال ( لري نیکولسن) وايي چې د طالبانو مقاومت ته په کتو سره متحدې قواووې به ښايي په دیرشو ورځو کې په دې وتوانیږي چې خپل ماموریت پای ته ورسوي او ټوله مارجه د طالبانو د حضور نه پاکه کړي.

د ناټو او افغان قواووې د پټ شویو بمونو او غلچکیو ډزو سره مخامخ دي.

د ناټو مقاماتو نن وویل چې د پنجشنبې په ورځ د دوی شپږ عسکر ووژل شول. درې یې د سپکو وسلو په ډزو کې او درې نور د بمونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

د عملیاتو د پیل راهیسې، ۱۱ د ناټو عسکر، ۴۰ طالبان او ۱۵ ملکي کسان وژل شوي دي.

د آمریکا په مشرۍ مشترکو قواوو تیره اونۍ د مارجې په ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد ستر تهاجمي عملیات پیل کړل.

د افغانستان چارواکي وايي، نږدې ۴٠٠ پولیس له وړاندې د مارجې ولسوالۍ ته رسیدلي دي. دوی وايي، نور پولیس هم سیمې ته د رسیدو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG