د لاس رسي وړ اتصالات

چینايي ډاکټر ٨ ماشومان ځای په ځای ووژل


د چین سرکاری مطبوعات خبرورکوی چی یو پخوانی ډاکټر چی ذهنی تکلیف لری اته ماشومان یی په چاړه باندی وهلی او وژلی دی او فوجیان په ایالت کی یی د سه شنبی په ورځ دیو ښوونځی پنځه نور ماشومان وژلی دی.

سرکاری اژانس سینهوا وایی چی پولیسو ۴١ کلن ژانگ منشینگ دسهار وختی برید په اړه نیولی دی. سینهووا وویل چی ژینگ په دغو ماشومانو باندی د ښوونځی په دروازه کی هغه وخت برید وکړ چی هغوی خپلو ټولگیو ته تلل.

خبری رپوټ وایی چی لارویانو او د ښوونځی امنیتی محافظینو هغه ونیو.

رپوټ وایی چی په دی کی شپږ ماشومان ځای په ځای مړه شول.

یوه مور وویل چی ددی دزوی حآلت هم ډیر خراب دی.

XS
SM
MD
LG