د لاس رسي وړ اتصالات

آیا نور ملکونه به هم لکه هالنډ له افغانستان نه ووځي؟


(عکس: AP) د هالنډ حکومت له دې امله ړنگ شو چې په افغانستان خپل کې خپل عسکر وساتي. آیا دا به پر هغو نورو هیوادونو څه اثر ولري چې دا وخت په افغانستان کې د ناټو تر بیرغ لاندې عسکر لري.

له ٢٠٠٦ کال نه را په دې خوا په افغانستان کې دوه زره هالنډی عسکر د اروزگان په ولایت کې پراته دي دوی د شپږ اتیا زرو ناټو سوله ساتونکی قواوو په ډله کې دي.

د چارو څارونکي وايي چې د هالنډ د ٢٠٠٠ عسکرو نه ١٥٠٠ تنه یې د امریکايي او برتانوي عسکرو سره یو ځای د یاغیانو او طالبانو پر ضد په جنگ اخته دي. د هالنډ پنځه سوه نور عسکرو د بیا ودانولو او دافغانستان د عسکرو او پولیسو په روزنه لگیا دي.

اوس به د هالنډ عسکر د آگست په میاشت کې له افغانستان نه وځي ځکه چې د فبروی په شلمه ددغه ملک حکومت له دې امله ړنگ شو چې په افغانستان کې یې عسکر شته.

د هالنډ له ایتلافي حکومت نه د کارگر گوند ووت او ویې ویل چې نور په افغانستان کې د هالنډ د عسکرو موجودیت نه شي زغملای.

د ناټو سرمنشي اندر راسموسن د فبروري په شلمه په واشنگټن کی په یوه مطبوعاتي کنفرانس کی وویل چې دی د هالنډ له وتلو نه زیات تشویش نه لري.

راسموسن وايي: «زه فکر کوم چې دا هالنډ یوه داخلی موضوع وه . زه نه غواړم د هالنډ په داخلیی چارو کې مداخله وکړم. زه فکر نه کوم هغه څه چې په هالنډ کې شوې په نورور هیوادونو باندې به اثر ولری.»

خو د خارجی روابطو په مؤسسه کې جارلز کوپچمن واېی چې د هالنډ فیصله په داسې وخت کې وشوه چې په هلمند کې د ناټو قواوې په جنگ لگیا وی.

دی واېی: «د هالنډ فیصله په داسی وخت کې وشوه چې د امریکې جمهور رئیس اوباما غواړی چې د ناټو غړی ملکونه افغانستان ته نورعسکرو واستوی . د اوبا ددې فیصلې هرکلی شوی دی.

ده افغانستان ته دیرش زره امریکاېی عسک ور ولییږل او غو ښتل ېی چې اروپاېی هیوادونه لس زره نور عسکر ور ولیږی.

داسې گونگوسی پیدا شو چې یو شمیر نور هیوادونه به هم خپل عسکر وباسی . دا لا هم معلومه نه ده چې دکوم هیواد عسکر به د هالنډی عسکرو ځای ونیسی. »

آسترالیا هم په اورزوگان کې یو زر او پنځه سوه عسکر لری. خو واېی چې دوی به د هالنډی عسکرو ځای ونه نیسی.

د چارو یو شمیر څارونکی لکه شان کې چې د اهایو د پوهنتون استاد دی واېی چې له افغانستان نه د هالنډی عسکرو وتل به څومره اثر ولری وايي:

«که تاسی دناټو له مامورینو سره خبرې وکړی هغوی واېی چې ښه اثر به و نه لری. خو په نتیجه کې د عسکرو په باره کې د هیوادونو په مرکزونو کې فیصلًه کیږی.

دا فیصله سیاست مداران کوی او دخپلو موکلینو نظریات په ظرکې نیسی. اوس په اروپاېی هیوادونو او کاناډا کې خلک له دې نه ستړی شوی چې تر څو به په افغانستان کې ددوی عسکرو موجود وی. ددغو هیوادونو منورین هم له دغه کار ته شا اړوی. »

ویل شوی چې کاناډا به د ٢٠١١ کال په نیماېی کې خپل درې زره عسکرو له افغانستان نه را باسی.

د لندن د پوهنتون دناټو د چارو ماهر مایکل ویلیمز وايي چې کاناډاېی عسکر په کنداهار په چارو بوخت دی.

ویلیمز وايي: «دوی له داسې مشکلاتو سره اخته دی چې له دویم جهانی جنگ نه وروسته ېی نه وه لیدلی. او دوی مشکله وظیفه سرته رسوی. دوی یوه زیاته او ښه پروژه طرح کړې ده.

خود کاناډا په داخل کې هم خلک د هغوی زیات ملاتړ نه کوی. مخالف گوندونه هم ددغه کار سره مخالفت ښکاره کړی دی.

په یوه سروی کې څو کاله د مخه ویل شوې وه که متحدین هلته زیات فعاله نه شی نو کاناډا هم باید خپل عسکرو را وباسی. کله چې اوس ها لنډې عسکررا ووځی نو کاناډا به هم کوشش کوی چې خپل عسکر له افغانستان نه را وباسي».

د چارو یوی شمیر څارونکی واېی چې د کاناډا د عسکرو د وتلو له پاره څه چټک اقدامات نشته.

خو دوی واېی چې اکقره حکومتونه د هالنډ له وتلو وروسته په افغانستان کې دخپلو عسکرو په پاتیکیدو باندې نوې نظر کوی.

XS
SM
MD
LG