د لاس رسي وړ اتصالات

آیډه: راتلونکی کال د افغانستان لپاره پریکنده دی


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړرتبه استاځی وایي چې د افغانستان حکومت او نړیوالې قواووې باید د افغانستان خلکو ته دا ثابته کړي چې بل کال ته د افغانستان د لانجې د حلیدو دپاره دایمي حل لاره پیدا کیدای سي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر کای ایدي په خپل وروستي خبري کنفرانس کې پیشبیني وکړه چې راتلونکې کال به د طالبانو د سقوط نه وروسته ډیر مهم کال وي. او که اتیلافي قواووې د ده په قول په منفي غوښتنو او تمایلاتو باندې بریالې نسي نو دوی به د ماتې سره مخامخ شي.

ایدي د طالبانو سره د خبرو کولو غوښتنه بیا تکرار کړه او ویویل چې د سولې جرګه چې ټاکل شوې په دې پسرلي کې جوړه شي د دې هیواد د یووالي او اتحاد دپاره مهمه وسیله کېدای سي. هغه په دې باب هم تاسف وښود چې دی، د افغانستان حکومت او نړیوال انډیوالانو انډیوالانو یې د ده د خدمت په دوو تیرو کالو کې دومره ګټور کارونه ترسره نکړای شول.

XS
SM
MD
LG