د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: اوس یوازې ټیټ پوړي طالبان پخلا کیدای شي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ گیټس واییکله چی نور پوځیان افغانستان تهحرکت وکړي او دوید متحده ایالاتو د نوي ستراتیژی په عملی کولو پیل وکړينو ددې سره سم بهد کښتي سطحېطالبانحکومت تهپه تسلیمیدلو بنا وکړی.

مگرکله چې د افغانستانجمهوریس حامد کرزيد طالبانواو نورو ډلو له مشرانو سره خبرې پیل کړيدي نورابرټگیټس وایياوس لا سړی نه شی ویلای چېتندروان بهدده په قول په معقولو شرایطوسوله ومني کنه.

د دفاع وزیر رابرټ گیټس د کانگریس یوی جرگه گی ته وویلهغه د افغانستان د داخلیاختلافاتو د دایمي حل لپارهدوه چارې ویني.

دی وایيیوپه حکومت کید تندروانود کښتې سطحې د کسانوشاملیدل دي چې دی وایيډیر د پیسو د ترلاسه کولو په منظور او یا د ویرې له کبله د تندروانو سره یو ځای شوي دي.

گیټس وایيد ډیره وخته راهیسیدغه راز کساند حکومت سره یو ځای کیږی او له حکومت څخه غواړی چی د هغوی ساتنه وکړي او ددغه راز کسانو شمیر په دې تازه وختونو کی زیات شوی دی. دی وایي:

"دا کار دوخته روان سوی دی. ددغو کسانو شمیر نبستا کم دی، مگرموږ گورو چی په کښتهسطح ددغو کسانو شمیر، چی غواړی له حکومت سره همکاري وکړي، وار په وار زیاتیږی".

گیټس واییدا نو د افغانستان د حکومت او د هغه د بین المللی انډیوالانو وظیفه ده چید دغو پخوانیو جنگیالیو د امنیت غم وخوري او کارونه ورته پیدا کړی او په دې توگه نور کسان هم تشویق شي چی د دوی لاره واخلی.

مگر ددفاع وزیر وایید سیاسیحل هغه بله برخه ،چی دی یی د روغی جوړي او پخلاینی جریان لری،د تودروانو لهلویو مشرانو سره اړه لری اوپه هغه برخه کی لا اوس څه نه سی ویل کیدلای.

"اوس لا شرایط داسی نه دي راغلي چی د طالبانو مشران په دې قانع کړی چی دوی میدان بایلی. دا نو هغه وخت دی چی دوی په دی باره کی غور کوی چیایا دویبری ترلاسه کولای سی کنه او د حکومت سره یوی روغی جوړی ته ورسیږی کنه.او زه فکرنه کوم چی اوس لا هغه شرایط برابر سوي دي".

د دفاع زویر گیټسپه دی عقیده دی چیدغه حالات به هم وروسته راسی، او دا به هغه وخت وی چی نور خارجی پوځیان هم افغانستان ته ورسیږی او د افغانستان حکومتد هیواد د نورو برخو کنټرول ترلاسه کړی.

مگر جمهوریس کرزي دغه جریانپیل کړی دی.هغه په نظر کی لری چیپه راتلونکی میاشت کی د سولی یوه شورا را وبولیاو په دغههفته کی یید حزب اسلامیله استازو سره وکتل.د جمهوریس کرزيددغه اقدام په برخه کی د کانگریس ځینو غړو اندیښنه وښودله.

د دفاع وزیرگیټس وویلد روغی جوړي او په حکومت کی د یاغیانو د شاملولوجریان بایدجمهوریس کرزیپه خپله طریقه پرمخ بوزی.

مگرده ځینی هغه اساسی شرایط چی باید پوره سي او د افغانستان د ستونزو د سیاسی حل دپاره د متحده ایالاتوملاتړ ترلاسه کړي په روغه جوړه کی طرح کړي نه دي.دی وایي:

"زموږ سره دا اندیښنه ده چیروغه جوړه د افغانستان د حکومتپه شرایطو وسی او د افغانستاند هر راز روغی جوړی په وخت کی غښتلی دریځ ولری او هغه کسان چی د حکومت سره مخالف دي او روغی جوړی ته حاضریږی باید چی خپلی وسلی پر مځکه کښیږدی، د افغانستاناساسی قانون ومنیاوپه سیاسی جریان کی د برخی اخیستلو سره موافقه وکړی".

هغه پیشنهادونه چی حزب اسلامی جمهوریس کرزي ته وړاندي کړي ديپر دغو شرایطو برابر نه دي.

گیټس وویلمتحده ایالاتاو له هغه سره ملگري هیوادونه کوښښ کویچی د راتلونکي کال د جولای تر میاشتی پوری ، چی جمهوریسبارک اوباما ویلي ديد افغانستانحکومت ديد خپل امنیت د ساتلو مسولیت پرخپله غاړه واخلی،مخالفینو ته داسی قوت وښییچی هغوی د روغی جوړی د شرایطو منلو ته مجبور کړي.

XS
SM
MD
LG