د لاس رسي وړ اتصالات

کوکنار  د افغانستان وجود ته ستر خطردی. جمهورریس کرزی


د افغانستان جمهورریس حامد کرزی خبردارئ ورکړیدی چی د تاریاکو او کوکنارو په تولید کی زیاتوالئ پخپله د افغانستان موجودیت ته خطر پیدا کوی.

ښاغلی کرزی د ایسوسیټیډ پریس خبری ارانس سره په مرکه کی د مخدره موادو ستونزه د تروریزم نه لویی خطر بللی او ویلی دی چی خارجی جنایت کاران او ترورستان افغان کروندگر د کوکنارو کار ته هڅوی.

ښاغلی کرزی دا هم وویل چی کوکنار د افغانستان اقتصاد ناولئ کوی او ملک بدناموی او د حکومت اداری او موسیسی کمزروئ کوی.

جمهورریس کرزی په دی مرکه کی د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته بلنه ورکړیده چی د حکومت سره تماسونه ټینگ کړی او روغه جوړه ورسه وکړی. خو ښاغلی کرزی په دی کی شک و گڼه چی هغه به بر اعلا میدان ته راووځی.

ښاغلی کرزی دا هم وویل چی د ناټو په مشرئ قواوی چی د افغانستان په جنوب کی د امنیت چاری پر مخ بیایی د حکومت د اجازی نه بغیر متجاوزنه او د تیری فعالیتونه نه کوی.

XS
SM
MD
LG