د لاس رسي وړ اتصالات

دیني علماء : اسلام د افراط او تفریط دین ندی


 دې غونډې یو پیغام درلود چې اسلام کې افراطیت نشته او د افراطیت او د افراطي ډلو د مخنیوي لپاره باید دیني علماء رامخې ته شي.
دې غونډې یو پیغام درلود چې اسلام کې افراطیت نشته او د افراطیت او د افراطي ډلو د مخنیوي لپاره باید دیني علماء رامخې ته شي.

په سلګونو علماو او پخوانیو مجاهدینو نن په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې په یوه غږ وویل چې اسلام د افراط دین ندی او دیني علماء باید د افراط په وړاندې ودریږي.

اسلام د اعتدال دین دی، نه افراط مني او نه هم تفریط، په کابل کې د هغې غونډې شعار وو، چې پکې سلګونو دیني علماو برخه اخېستې وه.

دا غونډه چې د حزب اسلامي د پخواني مرستیال او د ولسمشرۍ د ټاکنو د پخواني کاندید قطب الدین هلال له خوا بلل شوې وه، پکې د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني، د پخوانیو مجاهدینو قومندانانو، د ولسي جرګې غړو او دیني علماو برخه اخېستې وه.

دې غونډې یو پیغام درلود چې اسلام کې افراطیت نشته او د افراطیت او د افراطي ډلو د مخنیوي لپاره باید دیني علماء دریځ ولري او په وړاندې یې تبلیغات وکړي.

ددې غونډې ويناء والو ویل چې نه یوازې افغانستان د افراطیت له جدي ستونزو سره مخ دی، بلکې اسلامي نړۍ ټوله پدې وخت کې له مذهبي فراطيت سره لاس او ګریوان ده او ددغه افراطیت او د تاوتریخوالو د خورولو تر شاه سیاسي لاسونه دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال یونس قانوني وویل اړینه ده، چې دیني علماء له دې ستونزې د وتو لپاره نوي نسل ته د اعتدال تګلاره په نښه کړي.

ښاغلي قانوني وویل ‪"‬د اسلام مقدس دین افراطي دین ندی، ولې دا د هغو خلکو غلط درک دی، چې د سیاسي انګیزو یا له دین د بې خبرۍ له امله دوی له دین افراطي تصویر وړاندې کوي.‪"‬

پدغې غونډې کې وویل شول، چې اسلام د تاوتریخوالو دین ندی او د دین په نوم تاوتریخوالي چې اسلام ته منسوبیږي، دداسې کړیو کار دی، چې غواړي اسلام بدنام کړي.

ددې غونډې جوړونکي قطب الدین هلال وویل دوی داسې هڅې پیل کړي، ترڅو دداسې غونډو له لارې د افراطیت د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

ښاغلي هلال ووویل ‪"‬دا زمونږ پيل وو، مختصره غونډه وه، مونږ به مکررا غونډې کوو، ترڅو پدې مسئله کې عام پوهاوی زیات شي.‪"‬

د غونډې برخوالو ویل د جګړې د ودرولو او د دین له ادرسه د افراطیت ستونزې ته د اواري لپاره د داسې حرکتونو شتون ګټور دی او نه یوازې افغانستان بلکې اسلامي نړۍ باید ورته ګامونه واخلي او نړۍ ته وښيي، چې اسلام د سولې دین دی.

د غونډې یوه برخوال لعل جان لکڼوال وویل ‪"‬داسې غونډې ګټه لري، خلک له دین خبریږي.‪"‬

دا غونډه چې د کابل د پولتخنیک په انګړ کې د لویې جرګې په خیمه کې دایره شوې وه، د غونډې برخوالو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په پلوۍ هم شعارونه ورکول.

د غونډې ویناء والو د ملي یووالي له حکومت غوښتل چې له وسله والو مخالفینو سره دې د سولې خبرې واقعي او جدي کړي، دوی ویل دا یوه پلمه ده، چې د سولې د راوستو لپاره دې د تېرو کلونو لاسته راوړنې نه قرباني کیږي

XS
SM
MD
LG