د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش ۲۸ جنګیالي وژل شوي


افغان امنیتي ځواکونه وایي دا عملیات د ننګرهار په دوه ولسوالیو کې د داعش د وسله والو پر خلاف ترسره شوي دي.
افغان امنیتي ځواکونه وایي دا عملیات د ننګرهار په دوه ولسوالیو کې د داعش د وسله والو پر خلاف ترسره شوي دي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د ګ‌‌‌‌‌‌ډو حکومتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د کوټ ولسوالۍ کې اته ویشت داعش وسله وال وژلي او اتلس نور زخمیان دي.

د شاهین دیارلس دغه ګ‌‌‌‌‌‌ډ عملیات دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي د کوټ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې پیل شوي او لاهم دوام لري.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي چې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډله یې سخته ځپلې او په وژل شویو وسله والو کې ځینې یې د داعش قوماندان هم شامل دي.

مونوړی وایي په عملیاتو کې حکومتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي،خو دسیمې یو شمېر اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي چې د کوټ ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو اوس هم سخته جکړه روانه ده.

د ننګرهار کوټ هم یوه له هغو ولسوالیو ده چې داعش ډله پکې اکثره غرنیو سیمو کې حاکمه ده او ډېر کله له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې کېوځي.

اوس مهال د ننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې اکثره غرنۍ سیمې د داعش ډلې په ولکه کې دي او وخت ناوخته له حکومتي ځواکونو او کله ناکله له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېلېږي.

XS
SM
MD
LG