د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ناپیژاندو وسله والو یو بهرنی تښتولی


په تیره یوه میاشت کې په کابل کې د بهرنیو وګړو د تښتولو دا دوهمه ده چې د ښار په لودیځه خوا کې پیښه شوې ده.
په تیره یوه میاشت کې په کابل کې د بهرنیو وګړو د تښتولو دا دوهمه ده چې د ښار په لودیځه خوا کې پیښه شوې ده.

افغان چارواکي وایي، د سړي تښتونکو یوې ډلې نن د یکشنبې د ورځې په سهار د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزېد "کارته چهار" په سیمه کې یو بهرنی اوسیدونکی تښتولی دی.

د کابل پولیسو پیښه تائید کړې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه بهرنی وګړی نن سهار په اوو بجو د کابل ښار له درېیمې حوزې څخه ناپیژاندو وسله والوتښتولی.

ښاغلي مجاهد وویل " دا پېښه د کابل ښار په درېیمه حوزه کې رامنځته شوې، د جورج په نوم یو افریقایي وګړی د ناپیژاندو وسله والو له خوا تښتول شوی، پېښه په جدي توګه تر پلټنو لاندې ده ".

دغه افریقایي اوسیدونکي د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د قراردادي په توګه کار کاوه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد امریکا غږ ته وویل چې دغه افریقایي وګړي له دې وزارت سره کار کوه، چې د ښاغلي راشد پر وینا نن له غرمې وړاندې په نهو بجو د "کارته چهار" له سیمې ناپیژاندو وسله والو تښتولی دی.

ښاغلي راشد وویل" هیواد یې لا نه دی معلوم ، اما کوم څه چې په رسنیو کې ویل شوې امریکایي ښودل شوی دی، زه دا ردوم هغه امریکایي نه وو. امنیتي ادارې دا مسئله په جدي توګه پلټي".

په ځینو رپوټونو کې دغه تښتول شوی سړی د نړیوال بانک کارکوونکی ښودل شوی وو، خو د دغه بانک ویاند عبدالروف ضیا، امریکا غږ سره په خبرو کې دا رپوټونه رد کړل.

ښاغلي ضیا وویل ممکن تښتول شوی وګړی یو له هغو کسانو څخه وي چې د دغه بانک له خوا په کومه تمویل شوې پروژه کې یې له کرنې وزارت سره کار کوه.

په کابل کې د سړي تښتونې دا نننۍ پېښه په تېره میاشت کې په دغه ښار کې د سړي تښتونې دوهمه پیښه ده.

د ثور په ۳۱ په یوه بله ورته پیښه کې د کابل د دارلامان په سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د مرسته رسونې یوه جرمنۍ کارکوونکې او د هغه افغان ساتونکی ووژل او یو بله فنلینډۍ ښځه یې له ځان سره یوړه.

تراوسه د دغې ښځې د سرنوشت په اړه معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG