د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې یوې بهرنۍ ښځې ځانمرګی برید کړی


دا لومړی ځل دی چې یوه بهرنۍ په ننګرهار کې ځانمرګی برید ترسره کوي
دا لومړی ځل دی چې یوه بهرنۍ په ننګرهار کې ځانمرګی برید ترسره کوي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې ددې ولایت د سرخردو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د یوې ښځې په ګډون درې بهرنیان د پلټنې پر مهال نیولي، چې وروسته نیول شوې، ښځې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چولي دي.

د ننگرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې د ملي امنیت کارکونکو تېره شپه لس بجې د سرخردو ولسوالۍ مربوط د درونټې په سیمه کې هغه درې بهرنیان نیولي، چې غوښتل یې جلال اباد ښار ته ور ننوځي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي، چې دغې ښځې هغه مهال په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي الوځولي، چې د ملي امنیت کارکوونکو غوښتل ددې ریاست مخې ته نارینه په یو بل موټر کې ولېږدوي.

هغه وايي، چې د چاودنې پر مهال د ښځې په ګډون په موټر کې ناست درې ماشومان او د ملي امنیت یو کارکونکی وژل شوي دي.

ښاغلی خوگیانی زیاتوي چې دغه کسانو په روسۍ ژبه خبرې کولې او ډېر امکان لري، چې د روسيې د هېواد تبعه وي.

دا په ننګرهار هار کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې یوه بهرنۍ ښځه ځانمرګی برید کوي.

XS
SM
MD
LG