د لاس رسي وړ اتصالات

وسله‌ والو په کابل کې یوه بهرنۍ ښځه تښتولې ده


عیني شاهدان وایي، یو شمیر وسله والو چې د افغان امنیتي ځواکونو ینفورم یې په تن وو دا بهرنۍ میرمن د قلعه فتح الله له سیمې وتښتوله
عیني شاهدان وایي، یو شمیر وسله والو چې د افغان امنیتي ځواکونو ینفورم یې په تن وو دا بهرنۍ میرمن د قلعه فتح الله له سیمې وتښتوله

امنیتي چارواکي وایي ناپیژانده وسله‌والو نن سهار نهه بجې د ښار له لسمې حوزې د مرستې رسونې یوې موسسې جرمنۍ کارکوونکې د ټوپک په زور تښتولې ده.

د کابل د امنینې قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس فریدون عبیدي امریکا غږ ته د ناپیژانده وسله‌والو له‌خوا سهار نهه بجې د کابل ښار په قلعه فتح الله کې د یوې بهرنې مرستې رسونې موسسې د ښځینه کارکوونکې تښتول تائید خو د تښتول شوې ښځې د هویت په اړه یې د معلوماتو له ورکول ډډه وکړه.

هغه وویل "په خواشینې سره چې یوه بهرنۍ وګړې تښتول شوې ده او په دې اړه زموږ تحقیقات دوام لري، چې کله بشپړ شول نو رسنیو سره به یې شریک کړو."

د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې آمر محمود مجیدي هم امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې په اړه یې څیړنې پيل کړي دي.

ویل کیږي چې د تښتول شوې میرمن د جرمني هیواد اوسیدونکې ده او د مرستې رسونې په یوې بهرنۍ موسسې کې کار کوه.

د پېښې په ځای کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل، تښتونکي چې د افغان امنیتي ادارو یونیفورم یې په تن وو لومړۍ یې دا میرمن له موټر څخه کښته او یو نامعلوم ځای ته وتښتوله.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې میرمنې د تښتولو ادعا نه ده کړې.

له ډيرو هڅو سره سره مو په دې اړه په کابل کې د جرمني سفارت غبرګون ترلاسه نه شو کړی

XS
SM
MD
LG