د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې وسله والو یرغمل کړی جرمنی خوشې شو


یوه میاشت وړاندې سټیفن د کندوز بغلان پر لویه لار د وسله والو له خوا تښتول شوی و.
یوه میاشت وړاندې سټیفن د کندوز بغلان پر لویه لار د وسله والو له خوا تښتول شوی و.

د جي آی زیډ په نوم جرمنۍ مرستندویه موسیسې یو تن جرمنی مامور یوه میاشت وړاندې د کندوز د انګورباغ په سیمه کې د طالبانو له خوا یرغمل شوی و، تیره شپه ناوخته د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د یرغمل نیوونکو له منګلو راخلاص شو.

پولیسو د دغه جرمنۍ مرستندویه کارکوونکي نوم سټیفن ښودلی دی.

د کندوز د والي ویاند عبدالودود واحدي وایې چې تیره شپه په ځایي وخت ۳ بجې پولیسو د چاردرې په ولسوالۍ کې په هغه ځای عملیات وکړل چې دغه جرمنی په کې پټ ساتل شوی و.

ښاغلی واحدي وایې چې د امنیتي ارګانونو له هڅو وروسته سټیفن ته د چاردرې په ولسوالۍ کې د طالبانو له منگلو څخه د تيښتې زمینه برابره شوه.

یوه میاشت وړاندې طالبانو دغه جرمنی هغه وخت ونیوه چې له کندوز څخه مزارشریف ته په لاره و.

ښاغلي واحدي زیاته کړه چې دوي د طالبانو له منګولو خوشې شوی جرمنی نن سهار مزارشریف ته ولیږداوه.

د کندوز ولایت پولس وایي چې تر اوسه د مرستې رسونې ددغه مامور د تښتولو په تور څوک نیول شوی نه دي. تر اوسه طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

یوه میاشت وړاندې سټیفن له کندوز څخه مزار شریف ته په یو شخصي موټر کې پر لاره و چې د انګور باغ په سیمه کې د کندوز بغلان پر لویه لار د وسله والو له خوا وتښتول شو.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG