د لاس رسي وړ اتصالات

د لوگر د خوښۍ ولسوالۍ محکمې په کار پیل وکړ


د لوګر ولایت په څیر د افغانستان د ډیرو ولسوالیو محکمې د ولایتونو په مرکز کې فعالیت کوي

د لوګر ولایت په څیر د افغانستان د ډیرو ولسوالیو محکمې د ولایتونو په مرکز کې فعالیت کوي

ولايتي حکومتي مقامات وايي، چې د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې تر پنځلس کلن ځنډ وروسته ابتدايي محکمه فعاله او د يوې غونډې په ترڅ کې يې رسماً کار پيل کړ.

د لوګر د والي وياند سليم صالح امريکاغږ ته وويل، چې د خوښۍ ولسوالۍ محکمه د طالبانو د رژيم له ړنګېدو سره سم غيرفعاله شوې وه، خو د امنيتي ستونزو له امله يې افغان حکومت په پرانستلو نه و بريالی شوی.

ښاغلي صالح زياته کړه، د يادې ولسوالۍ محکمې په مرکز پل علم کې فعاليت کاوه، چې له همدې کبله خلک يې د خپلو حقوقي، جنايي او سياسي قضيو د حل په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه وويل "خلک به د خپلو قيضو د حل لپاره مرکز ته راتلل. دې کار هم له اقتصادي مشکلاتو سره مخ کړي وو او هم يې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زيات کړی و".

لوګر ولايت مجموعاً شپږ ولسوالۍ لري، چې له دې جملې څخه په دريو ولسواليو خوښۍ، برکي برک او محمد اغه کې محکمې فعالې دي، خو د هغو نورو دریو ولسوالیو خلک بيا خپلې دوسيې په مرکز پل علم کې حل او فصل کوي.

په همدې حال کې د لوګر د ولايتي شورا غړي محب الله صالح له امريکاغږ سره په خبرو کې له ولايتي چارواکو وغوښتل، چې د خلکو د اسانتياوو لپاره په ټولو ولسواليو کې محکمې بېرته پرانيزي.

هغه دغه راز زياته کړه، چې په ولسواليو کې محکمې پوره اړين وسايل او تعميرونه نه لري، چې د ده په وينا د امنيت ترڅنګ دا وضعيت هم د محکمو پر فعاليت منفي تاثير کولای شي.

هغه وويل "په هرځای کې چې کومه اداره فعاليت شروع کوي، بايد ټول اړين لوازم ولري. د لوګر ولسوالۍ د محکمو لپاره چندانې امکانات نلري. په دې برخه کې بايد ضرورتونه په پام کې ونيول شي".

مګر د لوګر د ولايت له مقامه په يوه خپور شوي بيان کې راغلي، چې والي حليم فدايي په ټولو ولسواليو کې د محکمو د بيا پرانستلو په اړه پر جدي اقداماتو کار کوي.

په ياد شوي بيا کې راغلي، والي حليم فدايي د خوښۍ ولسوالۍ د محکې د پرانستنې پرمهال کلکه ژمنه وکړه، چې د ځينو نورو هغو ولسواليو محکمې، چې پل علم کې فعاليت کوي، ژر به يې خپلو ولسواليو ته انتقال کړي.

والي زياته کړې، چې په ولسواليو کې د قاضيانو او نورو کارکوونکو د ژوند خونديتوب لپاره امنيتي ارګانونه هم خاص تدابير لري او دغه راز ځايي خلکو هم ورسره د همکارۍ کلکه ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG