د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې یو پولیس خپل ۴ ملګري وژلي او۳ ټپیان کړي


د زابل د میزانې ولسوالۍ ددغه ولایت یوه ناامنه ولسوالۍ ده
د زابل د میزانې ولسوالۍ ددغه ولایت یوه ناامنه ولسوالۍ ده

د زابل د ولایت د میزانې په ولسوالۍ کې یو سیمه ایز پولیس خپل څلور ملګري پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

په زابل کې امنیتي چارواکي وایي چې دا پیښه تیر ماخستن ناوخته د میزانې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل د پوليسو یوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي امریکاغږته وویل چې د سیمه ييزو پولیسو په یوه پوسته کې یوتن پر خپلو ملګرو د شپې ناوخته برید کړی چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي اودرې نور ټپیان شوي دي.

دغه چارواکي وییل چې له برید وروسته برید کونکي سیمه ييز پوليس دخپلو ملګرو پولیسو وسلې هم له ځان سره وړي او له سیمي څخه تښتېدلی دی .

د زابل د پوليسو ویاند فواد عسکري وايي چي په میزانه ولسوالۍ کې ددې پېښي په اړه به بشپړه معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي .

وسله والو طالبانو پدې باب کومه تبصره نده کړې

دا په تیره یوه میاشت کې په زابل کې دا ۳ پېښه ده چې پوليس د خپلو همکارانو له لوري تر برید لاندې را ځي .

تر دې مخکې په شاه جوی او ارغنداب ولسوالیو کې همورته پېښې رامنځ ته شوې وې.

د بلې خوا د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې ۷ تنه پاکستانیان يې پدې ولایت کې له جعلي افغاني تذکرو سره یو ځای نیولي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکاغږ ته وویل چې نیول شوو وسله والو دوی ته ویلي چې له کندهار څخه هلمند ته د جګړې لپاره تلل چې د ښار په لسمه حوزه کي د ملي امنیت د ځواکونو ونیول .

شاغلی خپلواک زیاته وي چي نیول شوي کسان د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن ، کویتې د ښار او پښين سیمو اوسیدونکي دي .

دی وايي چې نیول شویو کسانو په پلټنو کې منلې چي افغانستان ته د جګړې لپاره را غلي وو او غوښتل یې چې په شمالي هلمند کې يې د دولت پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG