د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: هره افغان مور په منځني ډول ۵.۳ ماشومان زېږوي


د افغان حکومت د شمیرنو له مخې په افغانستان کې د نفوسو د ودې کچه د دغه هیواد ګاونډیو هیوادونو څخه ډیره ده.
د افغان حکومت د شمیرنو له مخې په افغانستان کې د نفوسو د ودې کچه د دغه هیواد ګاونډیو هیوادونو څخه ډیره ده.

په افغانستان کې د روغتیا او دیموګرافۍ په هکله یوه نوې سروې ښيي چې په دغه هیواد کې هره ښځه په منځني ډول ۵.۳ ماشومان زېږوي، خو د ولایتونو بیا د میندود زیږون کچه سرهتوپیر لري.

د دغې سروې له مخې په ارزګان او نورستان ولایتونو کې ښځې د نورو ولایتونوپرتله زیات ماشومان زیږوي چېشمیر یې نږدې نهو ته رسیږي.

دا سروې چې د افغانستان د عامې روعتیا وزارت او د مرکزي احصائیې د ادارې له خوا دتیر لمریز کال۱۳۹۴ د جوزا له میاشتې د دغه کال د حوت تر میاشتې پورې ترسره شوي، په کې له څه د پاسه ۲۴۰۰ کورنیو، ۲۹۰۰۰ واده شویو ښځو او ۱۰۷۰۰ واده شویو سړیو سره خبرې شوي او د هغوی د معلوماتو پراساس ترتیب شوې ده.

د عامې روغتیا وزرات د روغتیايي خدماتو ریس ډاکټر عطاوالله سیدزی وايي دا سروې دا ښيي چې روغتیایي خدمتونو ته مېندو لاس رسی د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

د دغې سروې له مخې ۵۹ سلنه مېندي تر ولادت وړاندې روغتیايي څارنه ترلاسه کوي چې یوازې ۱۸ سلنه مېرمنو د ماشوم زېږولو وړاندې د څارنې لپاره څلور ځلې ډاکټرانو ته مراجعه کړې ده.

په دغه سروې کې په افغانستان کې د ماشومانو مړینې د کچې یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې په هرو زرو نویو زېږدلو ماشومانو کې ۲۲ یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همداشان دغه سروې وایي چې په هرو زرو ماشومانو کې ۵۵ یې دپنځه کلنۍ عمر ته د رسیدلو وړاندې مري.

په سروې کې د میندو په اړه ویل شوي چې اوس هم په افغانستان کې پههرو سلو زرو میندو کې نژدې ۱۳۰۰ یې د ولادت پر مهال مري.

خو د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فیروز د میاندو او ماشومانو د مړینې په اړه د دغې سروې د پایلو سره موفق نه دی او واییچې، د دې شمېرو په اړه لا دقت ته اړتیا ده.

ډاکټر فیروز وویل " د نوي زېږدلو او له پنځو کالو څخه د کم عمر ماشومانو د مړینې د کموالي په برخه کې پرمختګ او د ولادت پر مهال د مېندو د مړینې زیاتوالی، دواړه د غور وړ دي چې باید له سره وکتل شي".

سروې ښيي چې ۴۶ سلنه ماشومانو ټول واکسینونه اخیستي، او ۱۳ سلنه ماشومان اصلآ هیڅ ډول واکسین شوي نه دي.

په دغه سروې کې په افغانستان کې د مور د شیدو مسلې یادونه هم شوې او ویل شوي چې په هرو پنځو ماشومانو کې له دوو زیات یې د مور په شیدو تغذیه کیږي.

د عامې روغتیا وزیر د وینا له مخې په اوس وخت کې په افغانستان کې۶۰ سلنه خلک لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی لري.

ډاکټر وزیر فېروز الدین فېروز وايي چې بل کال ته به په افغانستان کې د ۳۰۰ زیات نور روغتیايي مرکزونو په جوړولو سره روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاس رسي کچه ۷۵ سلنې ته لوړه شي.

XS
SM
MD
LG