د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې په چاودنه کې لس ملکيان وژل شوي


هلمند کې افغان امنیتي چارواکي وايي د باباجي د سیمې د پیښې پلټنې یې پیل کړي دي.
هلمند کې افغان امنیتي چارواکي وايي د باباجي د سیمې د پیښې پلټنې یې پیل کړي دي.

په هلمند کې چارواکي وایي لږ ترلږه نهه ملکیان هغه وخت ووژل شول چې افغان ځواکونو د چاودېدونکو توکو یوه ذخیزه والوزوله.

د والي ویاند عمر ځواکو اسوشیتډپرس ته ویلي چې افغان ځوکونو د چاودیدونکو توکو دا زیرمه د عملیاتو پر مهال وموندله.

خو د لښکرګاه په څلورمه حوزه کې د اوسیدونکي وايي چې د باباجي په مربوطاتو کې یوه چاودنه وشوه چې له امله یې یو کور ونړیده او ۱۰ ملیکان چې ښځې او ماشومان په کې دي ووژل.

یو اوسیدونکي محمد صادق امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دا چاودنه په سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا د عملیاتو وروسته شوې، چې یو کور هم په کې نړیدلی دی.

هغه وویل چې د یکشنبې په شپه افغان ځواکونو تر سهاره عملیات وکړل "موږ په سیمه کې د کلینیک لپاره یوه ودانۍ جوړه کړې وه خو وسله وال طالبان په کې اوسیدل وسله والو سیمه پرې اېښې وه د سهار څلور نیمي بجې کله چې چاپه پای ته ورسیده او نظامي کسان له سیمې څخه ولاړل پدغه ځای کې چاودنه وشوه او تر څنګ کور يې چې زموږ د بزګرانو وو په بشپړه توګه ونړیده چې یو تن لاهم تر خاورو لاندې دی او د ۹ تنو جسدونه مو له خاورو را وه ایستل چي یو نارینه ، ۲ ښځې او ۶ په کې ماشومان دي".

د دغې سیمې اوسیدونکو نن سهار د وژل شویو کسانو جسدونه د احتجاج په ډول له ځانونو سره د والي دفتر ته لیږدول خو امنیتي کسانو يې مخه ونیوه.

په هلمند کې پوځي چارواکي هم په دغه سیمه کې د ځانګړو افغان ځواکونو عملیات تائیدوي خو د ملکي تلفاتو د څرنګوالي په اړه د یوه پلاوي د ټاکل کیدو خبر ور کوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشناته وويل چې افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو تیره شپه عملیات کړي او په سیمه کې يې وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي.

جنرال احمدزي وويل "زموږ ځانګړو ځواکونو په سیمه کې عملیات لرل خو تر عملیاتو وروسته د ملکي تلفاتو معلومات موږ ته هم را رسیدلي ، زه دا په کلکه ردوم چې زموږ د سرتیرو په ډزو او یا هم د عملیاتو په ترځ کې دې څوک وژل شوي وي خو سیمې ته مو ګډ پلاوی لیږلی تر څو د ملکي تلفاتو په اړه هر اړخیز معلومات وکړي".

د باباجي سیمه د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه ده چي له تیرو دوو کالو راهیسې د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې ده.

دغه راز د لښکرګاه په دریمه او دووهمه امنیتي حوزه کې هم د دولت وسله وال مخالفین حضور لري چې د هلمند د امنیتي مقاماتو په وینا افغان ځانګړو ځواکونو په دې سیمو کې شپني عملیات تر بل هر وخت اوس زیات کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG