د لاس رسي وړ اتصالات

اچین کې د یو شمیر تړل شویو ښوونځیو بیرته پرانیستل


ბარბარა ბუში ძაღლ მილისთან ერთად, 1990 წელი
ბარბარა ბუში ძაღლ მილისთან ერთად, 1990 წელი

د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د جنګیالیو له خوا د ۴۷ تړل شویو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په لړ کې تیره ورځ په دغه ولسوالۍ کې درې نور ښوونځي پرانیستل شول، چې ورسره د پرانیستل شویو ښونځیو شمیر۳۰ ته ورسیده.

چارواکي وایي په دغو ۳۰ پرانیستل شویو ښوونځیو کې د انجونو او هلکانو ښوونځي شامل دي.

خو د اچین ولسوالۍ د پوهنې د مدیریت د چارواکو په وینا لا هم په دغه ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۱۷ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست وایي، چې په تیرو دریو میاشتو کې د دغه ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې چې کومې سیمې تر اوسه د اسلامي دولت یا داعش د جنګیالیو له نفوذ پاکي شوي په پایله کې یې د دغې ډلې له خوا د تړل شویو ۴۷ ښوونځیو څخه ۳۰ یې بیرته د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

د پوهنې د ریاست چارواکي وایي، چې په دغه شمیر ښوونځیو کې، درې یې د شاهین ۱۸ په نوم عملیاتو په پایله کې چې د شنبې په ورځ په دغه ولسوالۍ کې پیل شوي، پرانیستل شول.

د اچین د ولسوالۍ د پوهنې مدیر میرام شینواري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د پرانیستل شویو ښوونځیو اداري مواد، د لابراتوار، کتابتون او نور درسي لوازم او وسایل د داعش د جنګیالیو له خوا په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

اچین یوه پراخه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې په ځینو سیمو کې د ژمي پر مهال او په ځینو نورو سیمو کې د دوبي په موسم کې ښوونځي پرانیستي وي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو په ودانیو کې داعش سنګرونه نیولي وو، ودانۍ یې زیانمنې کړي، شیشې یې ماتې کړي او د ښوونځیو ودانۍ یې په کنډوالو بدلې کړي دي. دوی اوس له پوهنې ریاست څخه د درسي موادو غوښتنه کوي.

د ننګرهار والی سلیم خان کندوزی وایي، د اچین د لیسو ترمیمولو لپاره به بودجه ځانګړې کړي او زده کوونکو ته به درسي مواد ولېږي.

د ننګرهار د پوهنې د ریاست د معلوماتو له مخې په اچین ولسوالۍ کې ۲۵۰۰۰ نجونې او هلکان زده کړې کوي چې تر ۱۰۰۰۰ پورې زده کوونکو په مخ لا هم د ښوونځیو دروازې بندې دي.

افغان امنیتي ځواکونو د تیرې شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د شاهین ۱۸ په نوم عملیات پیل کړي، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې، د تیرې ورځې پورې په کې د داعش ۴۵ جنګیالي وژل شوي دي.

داعش وسله والې ډلې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا دغې ډلې ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ادعا په باب غبرګون نه دی ښودلې.

XS
SM
MD
LG