د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې یو پولیس خپل پنځه ملګري وژلي دي


ارشیف
ارشیف

په ارزګان کې په یو داخلي برید کې یو پوليس خپل پنځه ملګري وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي.

پېښه تیره شپه ناوخته د دهرادو په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ارزګان د پوليسو ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ ته وويل په دغه برید کې لومړی درې تنه پولیس ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول چې بیا وروسته دوو پولیسو په روغتون کې ساه ورکړه چې ورسره د وژل شوو پولیسو شمیر پنځو تنو ته ورسیده.

ښاغلی نایاب وایي چي برید کوونکی پوليس له برید وروسته له سیمې څخه تښتیدلی خو د نیول کیدو لپاره يې هڅې روانې دي .

نایاب وايي چي تر اوسه پورې دا لا نده څرګنده چې د برید تر شاه به د دولت د وسله والو مخالفینو لاس وي او که دا برید به د کومې لفظي شخړې له امله رامنځ ته شوی وي .

د افغان حکومت وسلوالو مخالفینو ددغه برید په باب تراوسه څه نه دي ویلي.

د دې دمخه هم د افغان ځواکونو په لیکو کې د داخلي بریدونو پېښې رامنځ ته شوي دي.

دا ډول بریدونه چې اوړم کال په کې په زیات شمیر بهرني او افغان پوځیان مړه او ټپیان شول د ۲۰۱۳ کال پرتله په روان عیسوي کال کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده ډیر راکم شوي دي.

که څه هم افغان امنیتي چارواکي وايي چي د امنیتي ادارو لیکو ته د جذب پر مهال د شکمنو کسانو پيژندنې ته ډیره پاملرنه کوي، خو بیا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ارزګان د دغې تازه پېښې په څېر پیښې رامنځ ته کیږي.

تیرکال د کابل د مارشال محمد قسیم فهیم په پوځي پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال یو افغان پوځي د خپل ټوپک مخ افغان او بهرنیو پوځیانو ته واړوه چې له امله یې د یو شمیر افغان او بهرنیو پوځیانو د وژل کیدلو او ټپي کیدلو سربیره یو امریکایي لوړپوړی جنرال هم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG