د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې میرمنو ته ځانګړی بڼ


د ننگرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی بڼ جوړ شوی چې ميرمنو او نجونو ته پکې د لاسي صنایعو او لیک لوست زده کړې ورکول کيږي.

د ښځو دغه بڼ په جلال آباد ښار کې د بي بي سایرې په نوم جوړ شوی او نږدې سل نجونې او ميرمنې پکې د لاسي صنایعو او لیک لوست پر زده کړو بوختې دي.

میرمنې او نجونې د ښځینه ښوونکو له خوا د لنډ وخت لپاره روزل کیږي څو وروسته وکړای شي د لاسي صنایعو په جوړولو سره د خپلو کورنیو لاس نیوی وکړي.

د بي بي سایرې بڼ مشره تورپيکۍ شینوارې وايي هغو نجونو او ميرمنو ته زده کړې ورکوي چې کمزوری اقتصاد ولري.

میرمن شینوارې وايي: " شاوخوا سل شاګردان لرو چې دیرش یې د سواد په زده کړو او پاتې یې د لاسي صنایعو او خیاطي په زده کړو بوختې دي."

یو شمير زده کوونکې چې زده کړې یې تر اوسه بشپړې نه دي خو په کورنیو کې لاسي صنایع جوړوي او د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ کوي.

د دغه بڼ ښوونکي وايي تر اوسه یې سلګونه نجونې او ميرمنې په بیلابیلو برخو کې روزلې دي.

په دغه بڼ کې د میرمنو د لاسي صنایعو د پلورلو لپاره د یوه مارکیټ د جوړولو کار هم روان دی چې د چارواکو په وینا ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

ميرمن شینوارې وايي چې دا مارکیټ به په جلال اباد کې یوازې ښځو لپاره وي.

د ښځو د حقونو فعالې وايي د کورني اقتصاد ښه والي کې د ميرمنو ونډه مهمه ده او له حکومت نه غواړي چې دغې برخه ته زیاته پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG