د لاس رسي وړ اتصالات

د کیسه ټوپک د کلي خلک او د لمر بریښنا


د کیسه ټوپک د کلي خلک او د لمر بریښنا
د کیسه ټوپک د کلي خلک او د لمر بریښنا

د کندوز د علي اباد ولسوالۍ په لرې پرتو خړو دښتو کې د کیسه ټوپک په نامه د کلی اوسیدونکي اوس د شپې له خوا د لمریزې بریښنا رڼا ته ټوله شپه پخوانۍ کیسې کوي، دغه کلی چې تقریبا شپیته کورنۍ په کې استوګن دي د ژوند له هر ډول اسانتیاو څخه بې برخې دی.

د کندوز له سیند څخه د څښاک اوبه پر حیواناتو وړي، د خوراکې لپاره خاورینې غونډۍ کري او اوسیدو لپاره يې له خټو خاورين کورونه جوړ کړي چې اکثر کورونه یې دروازې او کړکۍ هم نه لري.

د کیسه ټوپک د کلي د اوسیدونکي د کندوز د کليوالو سيمو یو ریښتونې تصویر وړاندې کوي.

د افغان پرمختیایی ادارې (ADA) له خوا پر دغو خلکو د رڼا لپاره د لمریزې بريښنا دتوليد تختې وویشل شوی، دوي وایې چې ددوي اوس هم یقين نه راځي چې ددوي په کلي کې بریښنا شته ځکه چې ددغه کلي اتیا کلن سپین ږيري هم تر اوسه دشپې له خوا بریښنا ته نه دي ناست.

د لمري بریښنا د تولید د تختو دویش پر مهال د کلي یو تن سپین ږيري دولت او ریس جمهور ته د دوعا لپاره لاسونه اوچت کړل او دوعا یې د خوشالۍ په خندا پای ته ورسیده.

د کیسه ټوپک د کلي اوسیدونکو چې ددغه کلي په جومات کې راټول شوي وو هر یو چې به د بریښنا د تولید تخته تر لاسه کوله پر خوله به یې موسکا وه.

د کیسه ټوپک د کلي اوسیدونکو د بریښنا د تولید ددغو تختو د ویش په اړه اشنا راډیو ته داسې وویل: (( نورمحمد وایې چې د سولر د تختو د ترلاسه کولو لپاره راغلی، که په هیواد کې جنګ جګړی نه وي ورځ تر بلې به هیواد مخ پر ابادې وي، محمد ګلاب وایې چې سولر ورکوي ددې لپاره چې کور یې رڼا شي دغه شي ته ضرورت لري، پخوا به یې تیل اخیستل هره ورځ یې د شلو یا څلویښتو افغانیو ډیزل په لاټين کې سوځول، او سولر تر بریښنا هم ښه دی ځکه مصرف نه لري، لعل محمد وایې چې کله به شمال و ددوي لاټین به هم نه لګیده، او دغه سولر ددوي لپاره عنیمت دي.))

ددغه کلي اکثر اوسیدونکي په دې طمعه دي چې دولت به ورسره له دې وروسته د بیارغونې په اړه نورې مرستې هم وکړي.

په کندوز کې د افغان پرمختیایی ادارې د دفتر مسول انجینر نصرالله وایې چې د کیسه ټوپک له کلي پرته په یو بل کلي چیپ پاين کې هم یو سل اولسو کورنیو ته د بریښنا د تولید تختې وویشلي تر څو خلکو ته په ژوند کولو کې سهولت رامینځ ته شي، هغه وایې له دغو مرستو څخه ددوي هدف په سیمه کې د سولې ټینګښت او د ثبات رامینځ ته کیدل دي انجینر نصرالله زیاتوي: (( مونږ د کیسه توپک په کلي کې شپیته کورنیو ته او چيپ پایین کې یو سل او لسو کورنيو ته څلویښت واټه سولر وویشل، چې په دواړو پروژو لګښت پنځه ویشت زره او شپږ سوه امریکایی ډالره کیږي.))

دافغان پرمختیایی اداره د (USAID) یا د امریکا د متحده ایالاتو د مختیایی ادارې هغه پروژې په کندوز کې عملي کوي چې لګښت یې له لسوزرو ډالرو نه تر پنځه ویشت زرو ډالرو پورې وي، ددغو پروژو له لارې په لرې پرتو سیمو کې واړه پولچکونه، سرکونه، سربندونه، د ښوونځیو د انګړ دیوالونه او نورې فرهنګي پروژې عملي کیږي، چې په مستقیم او غیر مستقيم ډول د خلکو پر ژوند مثبت اغیز کوي.

XS
SM
MD
LG