د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې په ځانمرګي بریدکې پخپله بریدګروژل شوی


دا پیښه د کندهار د لویې ویالې په سیمه کې نن شوې ده.
دا پیښه د کندهار د لویې ویالې په سیمه کې نن شوې ده.

د کندهار ښار په شمال کې د لويې ویالې د ریګریشن په سیمه کې ځانمرګي برید کونکې غوښتل چې د ښار مرکزي برخو ته ځان ورسوي چي مخه يې ونیول شوه.

د کندهار د پولیسو ویاند لمړي څارن ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې برید کونکې غوښتل خپل له چاودیدونکو وتوکو ډک موټر ته په کندهار ښار کې له ګڼي ګوڼي څخه په یوه ډکه سیمه کې چاودنه ور کړي.

لمړي څارن ضیا دراني وویل " مخکې استخباراتي معلومات وو کله چې برید کونکي غوښتل د ښار مرکزي برخي ته ننوځي نن سهار وختي ۲ بجې د ښار په شمالي برخه ۱۲ حوزه کې د پوليسو سیارې ګزمې برید کونکي ته د دریدو امر وکړ چې له موټر څخه په کښته کېدو برید ګر ځان ته چاودنه ورکړه او له چاودیدونکو توکو ډک موټر يې ۶ بجې پوليسو لخوا لمنځه یو وړل شو".

تیره ورځ د کندهار والي همایون عزیزي په ولایتي نظامي غونډه کې وويل چې د پسرلي په را رسیدو سره د دولت وسله وال مخالفین غواړي چې په خپلو بریدونو سره عامه تاسیسات وران کړي او په خونړیو بریدونو لاس پورې کړي خو افغان ځواکونه به يې په قوت سره مخه نیسي.

بلي خواته د کندهار په ګاونډ کې د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې پوليسو د چاودیدونکو توکو د انتقال د یوه موټر د نیولو خبر ورکړی دی.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې "پوليسو د جلدک په سیمه کې تېر ماخستن د وسله والو طالبانو هغه بایفور موټر نیولی چې په کې وسله والو طالبانو د پاکستان څځه د زابل ولایت بیلا بیلو برخو ته چاویدنکې توکي را وړل او وروسته يې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګرونو کې استعمالول".

وسله والو طالبانو د کندهار او زابل د پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG