د لاس رسي وړ اتصالات

دهلمند پولیسه په قلعه عبدالله کې ووژل شوله


د هغي پوليسي مړی په هلمند کې خاوروته سپارل شوی دی چي د تیرې یکشنبې په ماښام د ډیورنډ پولې څخه په جنوب کې د قلعه عبدالله په سیمه کې وژل شوې وه.

لومړۍ ساتنمنې مېرمن رابعې، د هلمند په مرکزي زندان کي له تیرو ۲ کالو راهیسی دنده لرله. هغې د ر واني اونۍ په پیل کي له خپلي دندي څخه رخصتي اخیستې وه او کوټې ښار ته نږدې د قلعه عبدالله په سیمه کې د خپلې لور لېدلو ته ورغلی وه.

د هلمند د امنیه قومندانۍ یوه چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي امریکا غږ ته وویل چي میرمن رابعه په قلعه عبدالله کي د خپلي لور لیدلو ته تللې وه، او وروسته بېا په هماغه ځای کې د خپلې لورپه کور کي ووژل شوله.

چارواکی زیاتوي چي برید کونکېو پر نوموړې پوليسي د توپک ‌ډزي وکړي او لس ګولۍ يې وېشتلې وه.

د سیمي اوسیدونکي وايي چي د وژل شوې پوليسي مړی د لښکرګاه په دریمه حوزه ېعتی ( زړې کلا ) په سیمه کې خاوروته سپارل شوی دی.

رپوټ وايي ددغې پولېسې وژل کېدل دا ډول لمړنۍ پېښه بلل کیږي ځکه تر دې مخکې یو شمېر ښځینه پوليسي د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري په هیواد کې دننه په نښه شوې او وژل شوی وې دي، خو دا لمړنۍ پېښه ده چي یوه افغانه پوليسه له هیواد څخه دباندي وژل کیږي.

د افغانستان د کورنېو چارو دوزارت په ېو خبرلیک کې ددغی افغانې پولېسې وژل په ټېنگه محکوم کړیدي. خبرلیک وايي: " لومړۍ ساتنمنه رابعه د هېلمند په ولاېت کې د افغانستان د ملي پولیسو ېوه غړې وه او څه موده مخکې د پاکستان د کوېټی ښارته دخپلې لور لېدلو ته ورغلې وه. نوموړې هلته د پاکستاني طالبانو له خوانه په شهادت ورسېدله".

د افغانستان دکورنېو چارو د وزارت په خبرلیک کې داغوښتنه شوېده چې د پاکستان امنېتي ادارې ددغی ترورېستي پېښی په برخه کې په ټېنگه تحقیقات وکړي.
XS
SM
MD
LG