د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر د سولې خبرې ندي رد کړي، مطبوعات


د طالبانو مشر د سولې خبرې ندي رد کړي، مطبوعات
د طالبانو مشر د سولې خبرې ندي رد کړي، مطبوعات

د اې.بي.سي خپرونه لیکي چې د طالبانو مشر د لومړي ځل لپاره هغه امیدونه چې د سولې د مذاکراتو لپاره کیږي ندي رد کړي؛ په داسی حال کې چې د لویدیځ قواوې په افغانستان کې موجودي وي.

له بل پلوه د هغه لهجه د افغانستان د حکومت په برخه کې نرمه شوېده هغه په صراحت په خپله وینا کې وویل چې طالبان به قدرت انحصار نکړي.

امین سیکل د افریقايي او اسلامي مطالعاتو د مرکز غړی وايي چې په دې توګه هغه په افغانستان کې یو شمېر پښتني قومونو او اقلیتونو په تېره د ډاکټرعبدالله په څېر کسانو ته ډاډ ورکوي.

"هغه په خپلو خبروکې ددې اشاره ورکړېده چې دی ښايی دې ته چمتو وي چې مذاکرات وکړي"

هغه په افغانستان کې یو شمېر قومي مشرانو ته چې د طالبانو حکومت نه مني او مخالفت یې کوي، په دې وینا کې یې کوشش کړیدی چې هغوی ته یو څه ډاډ ورکړي چې دوی د قدرت په انحصار پسې نه ګرځي.

امین سېکل وايی دی فکر کوی چې طالبان او دهغو پاکستانی ملاتړ فکر کوی چې د طالابانو مشرانو ته ووايی چې هغه وخت رارسېدلی دی چې په یو ډول مذاکراتو پیل وکړي. ځکه چې که غربي قواوې ووځي نو دوی بیا له یوه اوږده کورني جنګ سره مخ کېږي او بله دا چې بالاخره به قدرت د دوی شي.

XS
SM
MD
LG