د لاس رسي وړ اتصالات

سیاف:داعش او طالبان له یوې دروازې افغانستان ته ننوځي


د پخوانیو مجاهدینو مشر استاد سیاف په خپل خبري کنفرانس کې طالبانو ته مشوره ورکړه چې د سولې بهیر کې برخه واخلي
د پخوانیو مجاهدینو مشر استاد سیاف په خپل خبري کنفرانس کې طالبانو ته مشوره ورکړه چې د سولې بهیر کې برخه واخلي

د پخوانیومجاهدینو یو مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف وایي چې داعش او طالبان له یوې دروازې افغانستان ته راننوځي نو ځکه په کار دي د سولې په خبرو کې ټولې ډلې برخه ولري.

استاد سیاف وویل:"زما باور دادی چې په سوله کې باید دوه شرطه خامخا ويِ یو داسې سوله ومنل شي چې هغې کې داسې هئیت د هغوی له خوا څخه اشتراک وکړي چې نمایندګي د ټولو ډلو د هغوی وکړي، داسې نه چې یوه ډله یې دلته راشي سوله وکړي او بله یې جنګ ته دوام ورکړي، دوهمه معامله داده چې دا سوله منجر شي قطع د جنګ په افغانستان کې که سبا په افغانستان کې د داعش په نامه هم جکګ دوام کوي زه وایم دا سوله نملکړې ده په خاطر ددې چې داعش له کومې لارې راغلی دی، داعش خو پیریان نه دي چې په غیرمرعې ډول راغلي افغانستان کې کوز شوي خو داعش هم د مهدغه ګیټ څخه راروان دی ".

د پخوانیومجاهدینو یو مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف نن د جمعې په ورځ په پغمان کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو له خوا د نوي امیرالمومنین ټاکل وغندل وې ویل چې امیرالمومنین خو یوازې د یو هیواد لپاره مسولیت نه لري او که پاکستان دا کار کوي نو لومړی دا هیواد دې امیرالمومنین ومني.

استاد سیاف په خپلو څرګندونو کې د ملا محمد عمر اخوند مړینه وژل کیدل یاده کړه وې ویل چې طالبانو د دوو کلونو لپاره د مړۍ په قومانده جکړه کړې ده.

استاد سیاف وویل "په دې صورت کې چې ملا عمر دوه کاله وړاندې یا مړ شوی او یا وژل شوی دا د دوو حالتونو لري، یا خو دا چې د ده سلف چې همدا اوس پرې دعا کوي ملا اختر دا پرې خبر وو، چې خبر وو دا خو په جنایت کې شریک وو نو څنګه یې غټوي، که خبر نه وو دوی د دوو کلونو لپاره د مړۍ په نوم د هغې قوماندې لاندې چې له بهره افغانستان ته راتله دغې جګړې ته یې دوام ورکړی دی ددې ځواب په باب دوی بیا څه وایي دوه کاله کیږي چې ملا عمر مړ شوی دی، ایا د خاورو لاندې د یو مړۍ قومانده چلیدله؟، ایا د هغه څخه پاتې کسان پرې پوهیدل؟، که پوهیدل نو هغوی هم پخپله په کې شریک وو او که نه پوهیدل پخپله دې له دوی پوښتنه وشي چې په دغو دوو کلونو کې دوی د چا په قومانده جګړه کړې ده" .

استاد سیاف وویل چې مړۍ خو قومانده نه شي ورکولی.

هغه وویل چې دا روښانه ده چې په تیرو دوو کلونو کې قومانده له بهر څخه راغلې ده.

استاد سیاف په هغویو شمیر سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو هم په دې انتقاد وکړچې هغوی د ملا محمد عمر اخوند لپاره د فاتحې غونډه جوړه کړې وه او یا یې هم ورسره خواخوږي څرګنده کړې وه.

ښاغلي سیاف وویل "په دې صورت کې چې ملا عمر درباندې دومره ګران وو چې په زړه کې مو ځای درلود اود قهرمان په نوم مو یاد کړ تللي به وئ او د هغه په څنګ کې به ولاړ وئ دا میړانه به مو کړې وئ او هلته به دریدلي وئ اوس چې دلته یاست او د نظام او یو ملت په څنګ کې یاست چې هره ورځ قرباني ورکوي میرانه داده چې له دوی سره خواخوږي ولرئ ".

د ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر د خپریدو وروسته تیره اونۍ په کابل کې د حرکت انقلاب اسلامي په نوم د پخوانیو مجاهدینو یوې ډلې د ملاعمر په یاد په کابل کې یوه غونډه وکړه او په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست د ملا عمر اخوند په باب یو لړ څرګندونې وکړي چې د طالبانو د مخافو مدني ټولنې د غړو د کلک غبرګون سره مخ شوې.

ددغې غونډې وروسته افغان حکومت د ملاعمر اخوند د فاتحې د غونډو په جوړولو بندیز ولګوه.

د افغانستان ملي امنیت ریاست وویل چې افغان امنیتي ځواکونه داسې غونډې مشروع هدف په توګه ویني او ورباندې به برید وکړي.

د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو دغه مشر په خپله وینا کې د ملي یووالي د حکومت په مشرانو هم په دې انتقاد وکړ چې د ښاغلي سیاف په وینا دواړه مشران لا هم په خپلو کې د څوکیو په ویش اخته دي.

ښاغلي سیاف وویل " په دې ځای کې دا مناسبه ګڼم چې په دې حکومت هم یو غږ وکړم، د خدای په خاطر بس دی نور تر کومه به د پوستو په ویشلو مصروف یاست، تر کومه به د څوکیو به ویش د معینتونو، ریاستونو او دغسې نورو څوکیو په ویش بوخت یاست دا نظام خو د ټول ملت میراث دی دا نظام خو ټول ملت پورې اړه لري دا نه د چا شخصی میراث او مال نه دی ویشل بس کړئ د ترمیم په لور لاړ شئ او د کارونو تنظیم په لور لاړ شئ ".

استاد سیاف د سولې د خبرو په باب وویل چې د سولې خبرو کې باید د ټولو مخالفو ډلو استازي برخه واخلي.

استاد سیاف وویل چې ملا عمر اخوند په پاکستان کې د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاستې د پنځمې او اومې ورځو په منځ کې وفات شوی دی.

XS
SM
MD
LG