د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالحنان منیب د کندهار سرپرست والي ټاکل شوی


عبدالحنان منیپ له دې مخکې د کندهار ولایت مالي او اداري رئیس وو.
عبدالحنان منیپ له دې مخکې د کندهار ولایت مالي او اداري رئیس وو.

د کندهار د والي همایون عزیزي له ټپي کیدو درې اونۍ وروسته عبدالحنان منیب د کندهار ولایت د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی مخکې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري رئیس وو چې نن د ولسمشر محمداشرف غني له لوري د ولایت د سرپرستۍ پر دندې وګمارل شو.

د کندهار د والي ویاندي صمیم خپلواک د کندهار د سرپرست والي ټاکل کیده تائیده کړه او زیاته يې کړه چې د والي همایون عزیزي تر راتګ پورې به نوموړی د کندهار ولایت چارې سمبالې کړي.

د کندهار والي همایون عزیزي درې اونۍ مخکې تر ټپي کیدو وروسته لمړی هند او بیا وروسته فرانسې ته د درملنې لپاره تللی چې لا هم هلته تر درملنې لاندي دي.

څه باندي درې اونۍ مخکې د جون د میاشتې پر ۱۰ نیټه د کندهار د ولایت مقام په ميلمستون کې ۲ چاودنې وشوې چې د والي همایون عزیزي او دمتحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ۲۰ تنه پکې ټپیان شول او د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي په ګډون ۱۲ تنه نور ووژل شول.

له دغې پیښې وروسته د کندهار ولایت مقام چارې ټکنۍ بلل کیدې.

صمیم خپلواک وايي چي په فرانسه کې د والي همایون عزیزي روغتیا مخ پر ښه کیدو ده اوممکن تر څو اونیو پورې افغانستان ته راستون شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG