د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سبا کابل ته راځي


ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله (ارشیف)
ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله (ارشیف)

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې کابل ته د سرتاج عزیز د سفر په وخت به هغه سره د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې په امنیتي ستونزو هم خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله د شنبې په سهار د افغانستان د ختیځو ولایتونو د یو شمیر مخورو سره په کابل کې د خبرو په وخت وویل هیله لري د ښاغلي عزیز سره به خبرې نتیجه ورکړي.

ښاغلي عبدالله وویل" سبا د پاکستان د ملي امنیت مشاور دلته راځي هغوی سره خبرې کوو دا دپیلوماتیک مسایل داسې دي چې هروخت چې هغه څه ته مطرح کوئ اعلانول یې په کار نه دي زه وایم چې دا اوس یو پیاوړې حکومت د جوړیدلو په حال کې دی اساس یې ایښودل شوی دی د ملي وحدت د حکومت کابینه لا تکمیل شوې نه ده خو په اوسنیو ورځو کې د افغانستان د خلکو هیلي او غوښتني چې له ګاونډیو هیوادونو نه یې لرو او مشروع توقع چې لرو او څه مو چې حق دی په هغه باندې په متحد شکل موقف نیسو او انشالله چې مثبته نتیجه به ورځینې واخلو".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې کابل ته د یکشنبې په ورځ د ښاغلي عزیز سفر تائید کړی او ویلي دي چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سلاکار ددغه سفر په ترڅ کې به هغه د جمهور رئیس اشرف غني احمدزي سره هم وګوري او د افغانستان نوي جمهور رئیس ته به پاکستان نه د لیدنې بلنه ورکړي.

د افغانستان د ختیځو ولایتونو مخورو او سپین ږیرو د افغانستان د اجرائیه رئیس سره د پاکستان سره د سرحد په اوږدو کې دا ستونزي په داسې حال کې مطرح کړی چې د افغان حکومت سیمه ایز چارواکي وایي چې لاهم د پاکستان له اړخه د افغانستان د کنړ په سرحدي ولسوالیو او په ځانګړی ډول د دانګام په ولسوالۍ د توغندیو د ویشتلو لړۍ لا هم دوام لري.

افغان حکومت پخوا هم د پاکستان د حکومت سره په دی مسله خبرې کړي دي خو پاکستان ادعا کوي چې ددغه هیواد پوځ په هغو وسلوالو باندې متقابله ډزې کوي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته ور اوړي او هلته د پاکستان د پوځ سرحدي پوستي په نښه کوي.

د خلکو غوښتنو ته پاملرنه

د ختیځو ولایتونو مشرانو د ښاغلي عبدالله سره په دغه غونډه کې یو لړ نورې مسلې هم مطرح کړې.

پدغو مسلو کې د کنړ ولایت د ځنګلونو د وهل ، وطن ته د مهاجرینو د راستنول او ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو ورکول شامل دي.

اجرائیه رئیس د ختیځو ولایتونو د قومي مشرانو سره دلیدو دمخه د بلخ ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره هم ولیدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ملي یووالي حکومت به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکم کړي.

ښاغلي عبدالله وویل چې خلک ورځینې د عدالت پلي کیدل، فساد سره مباره او په ټول هیواد کې د یوې سالمې ادارې رامنځ ته کیدل غواړي.

هغه هیله ښوده چې بل ځل چې دا مشران ورسره وویني نو هغوی به بدلون لمس کړې اوسې او په دي به ډاډه شوي اوسې چې کارونه په سمه روان دي.

د ټاکنو د سیستم اصلاح

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې د افغانستان په ټاکنیز سیستم کې د ژور بدلون یادونه وکړه وویل چې ددې لپاره چې افغانستان بیا د ګواښونو سره مخ نه شي په ټاکنیز سیستم بدلون ډیر اړین دی.

اجرائیه ریس هیله وښوده چې د ولسوالیو او پارلماني ټاکنو تروخته به ټاکنیز سیستم اصلاح شي.

ښاغلي عبدالله وویل" د لویې جرګې تمه لرو چې په هغه کې تاسې پوهیږۍ چې اجرائیه صدارت مسله او د لویې جرګې له خوا یې تصویبدل اټکل کیږي هریو ددغو ګامونو افغانستان سره او زمونږ خلکو سره مرسته کوي په دغه هیواد کې په واک کې د خلکو ګډون سره مرسته کوي او په اساسي ډول د هغو ستونزو نه د افغانستان د خلاصولو سره مرسته کوي چې د اوږدو کلونو لپاره دا هیواد ورسره مخ وو".

اجرائیه رئیس وویل چې دا په افغانستان کې لومړۍ ځل دی چې یو داسې حکومت جوړ شوی چې د ټو لوهغو کسانو استازیتوب کوي چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یې خپلې رایې کارولي دي.

ښاغلي عبدالله وویل چې اوس ددې وخت دی چې خلک په دغه حکومت کې خپل ځان وو یني او کومې هیلې چې لرلې د هغو عملي کیدل هم وویني.

د بلخ د والي ستاینه

عبدالله عبدالله د بلخ والي هم وستایه، وویل چې هغه دغه ولایت په ډیره ښه توکه اداره کړی دی.

ښاغلي عبدالله وویل " که تاسو ووایي چې په بلخ ولایت کې د بریالیتوب راز په څه کې وو، په سالمه رهبرۍ او په دوهم قدم کې د ولایت له ادارې نه د خلکو ملاتړ".

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس وویل چې دا حکومت به خلکو ته د هغوی د خدمت لپاره یوه ښه اداره رامنځ ته کړی.

XS
SM
MD
LG