د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر په جرمني کې او اجرایي مشر مصر ته ولاړ


ولسمشر په جرمني کې په روغتون کې بستر دی، لمړی مرستیال یې په شمال کې د طالبانو ضد عملیاتو مشري کوي او اجرايي ریس مصر ته ولاړ.
ولسمشر په جرمني کې په روغتون کې بستر دی، لمړی مرستیال یې په شمال کې د طالبانو ضد عملیاتو مشري کوي او اجرايي ریس مصر ته ولاړ.

په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د جرمني په یوه روغتون کې بستر دی، د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د دوه ورځني سفر لپاره مصر ته تللی دی.

دواړو، جمهوري ریاست او اجرايي ریاست، د دغو مشرانو موقتي ځای ناستي نه دي ټاکلي.

له دې سره جوخت، د ولسمشر لمړی مرستیال عبدالرشید دوستم له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په شمال کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري کوي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د امریکا غږ ته وویل چې د اساسي قانون د ۶۰ مادې له مخې د ولسمشر د نشتوالي، استعفی او مړینې پر مهال د هغه ځای ناستی ټاکل کیږي.

ښاغلي هاشمي وویل ولسمشر غایب نه دی، بلکې هره ورځ له چارواکو سره په اړیکه کې دی او اړوندې لارښونې او مشورې ورکوي.

د جمهوري ریاست له پیل راهیسې، ولسمشر غني یو وارې خپل لمړی مرستیال خپل ځای ناستی ټاکلی، هغه هم تیر کال چې پاکستان ته تللی و.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي به په خپلو ټولو سفرونو کې د اساسي قانون د همدغې مادې په اساس خپل لومړی او یا هم دویم مرستیال خپل ځای ناستی ټاکه.

په همدې حال کې یو شمېر افغان قانون جوړوونکي د دغه روان حالت له کبله پر دواړه مشرانو نیوکې کوي.

په ولسي جرګي کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د مشرانو په نشتوالي کې د افغانستان روان حالت یوې بې "سرپوښه دیګ" ته ورته چې په خبره یې په کې د هر څه د غورځېدو امکان شته.

مېرمن یون وویل چې افغان حکومت او ولس په ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او د مشرانو نشتوالی دغه ستونزې نورې هم پسې زیاتوي.

پاتې دې نه وي چې د همدغه کال په مارچ کې ولسمشر غني او اجرايي ریس په ګډه واشنګټن ته سفر کړی و.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG