د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: په کوچنیانو پانګونه د افغانستان په ثبات پانګونه ده


 عبدالله د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې په یوه غونډه کې ماشومانو سره خبرې کوي

عبدالله د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې په یوه غونډه کې ماشومانو سره خبرې کوي

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د هغو کوچنیانو لاس نیوی وکړي چې خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره د افغانستان په لویو ښارونو کې په شاقه کارونو بوخت دي.

ښاغلي عبدالله وویل" که چیرې یوه کورنۍ هم په خپل ځای کې په خپل وار یو ماشوم هم د سړک په سر له کاره وژغوري ورته د زده کړو امکان برابر کړي او د هغوی کور مرسته برابر کړي زه دا ګڼم چې ددغسې ماشومانو ډیرې ستونزې راکمولی شي".

ښاغلي عبدالله وویل چې په افغانستان کې ډیرې کورنۍ شته چې د دغسې ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره دا ډول مرستې کولای شي.

همداشان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس وویل چې ددې لپاره چې په کوچنیانو پانګونه د افغانستان په ثبات پانګونه ده نو ځکه د ملي یووالي حکومت د ماشومانو د ژوند د ښه کیدلو لپاره یو لړ پروګرامونه لري چې په عملي کیدلو به یې د ماشومانو په ژوند کې بدلون راشي.

د نوامبر شلمه په نړۍ کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، په افغانستان کې هم دا ورځ هر کال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسیف او هم د افغان حکومت او یو شمیر غیري حکومتي ادارو له خوا لمانځل کیږي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې سیف د چلندرن دا ورځ د چهارشنبې په ورځ د بابر په باغ کې د نږدې دوه سوه هغو ماشومانو سره یو ځای ولمانځله چې د کابل په ښار کې له سهاره ترماښامه د خپلو کورنیو لپاره د روزۍ د ګټولو په خاطر شاقه کارونه ته اوږه ورکوي.

په افغانستان کې کاروګرو ماشومانو د شمیر په باب تراوسه کومه سروې نه ده شوې خو د هغو موسسې چې په دغه هیواد کې د ماشومانو د ژوند د ښه کیدلو په برخه کې کار کوي د دغسې ماشومانو شمیر تر یو میلون تنو پورې اټکل کوي.

د اشیانې په نوم د یوې غیري حکومتي ادارې رئیس انجنر یوسف امریکا غږ ته وویل چې یوازې تر اتیا زرو پورې دغسې ماشومان د کابل په ښار کې په شاقه کارونو بوخت دي.

انجینر یوسف وویل "د یو میلون نه زیات ماشومان په شاقه کارونو لګیا دي او تر شپږ میلونو ماشومان په افغانستان کې د خطر سره لاس او ګریوان دي چې په دغو شپږ میلونو کې ټول هغه ماشومان شامل دي چې یتمیمان دي، معلول دي، هغوی چې د قانون سره په تضاد کې دي، داخلي بې ځایه شوې ماشومان دي خو د کابل په ښار کې د اویا زرو نه تر اتیا زرو پورې کارګر ماشومان شته دی".

د پنجشنبې د ورځې د رخصتئ له امله افغان حکومت په پام کې لري چې د ماشومانو نړیواله ورځ د یکشنبې په ورځ ولمانځي.

XS
SM
MD
LG