د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د کابینې د جوړولو په برخه کې ښه پرمختګ شوی


ارشیف

ارشیف

اجرائیه ریس عبدالله وایي چې د ملي یووالي د حکومت د کابینې د جوړیدلو په برخه کې د ده او جمهورریس غني ترمنځ په خبرو کې ښه پرمختګ شوی او تمه ده چې ژر به دوی د کابینې د جوړیدلو په سر یوې موافقې ته سره ورسیږي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ په کابل کې د پروان ولایت د مخورو اوسپین ږیرو یوې غونډې ته په وینا کې د نوي حکومت د کابینې د جوړولو په برخه کې د ده او د جمهورریس اشرف غني ترمنځ په خبرو کې ښه پرمختګ په باب خبرې وکړې ، خو په دې باب یې د توضیحاتو له ورکولو نه ډډه وکړه وویل چې د کابینې په سر موافقه به ژر اعلان شي.

ښاغلي عبدالله وویل " همدومره تاسو ته ویلی شم چې د کابینې او د څوکیو د ځانګړي کیدلو په برخو کې ښه پرمختګ شوی دی په ځانګړې ډول په تیرو یو دوه ورځو کې جزئیات به يې د بشپړې موافقې وروسته د ټولو د خبرولو لپاره اعلان شي".

د افغانستان اجرائیه ریس د نوې کابینې د جوړولو په برخه کې ددغه پرمختګ په باب دا خبرې په داسې حال کې کړي چې تیره اونۍ د افغانستان ولسي جرګې ریس ددغې جرګې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې سرپرستو وزیران نور مشروعیت له لاسه ورکړی او په کار دي چې جمهورریس ژر نوې کابینه جوړه او ولسي جرګې ته یې د باور د رایې د اخستلو لپاره واستوي.

د افغانستان جمهورریس او اجرائیه ریس ته نږدې منابع وایي چې دا دواړه مشران د ډیرو وزارتونو په سر موافقې ته رسیدلي خو لا هم په ځینو څوکیو د دواړو مشرانو ترمنځ موافقه نه ده شوې.

د ولسي جرګې غړی سید حسین عالمي بلخي چې د ښاغلي عبدالله له اړخه د کابینې د جوړیدلو په سر په خبرو کې برخه لري وایي چې تراوسه دواړه لوری په شلو وزارتونو سره موافقې ته رسیدلي دي.

سید حسین عالمي بلخي امریکا غږ ته وویل چې د دوی خبرې لا هم دوام لري.

ښاغلي بلخي وویل" د دواړو ټیمونو ترمنځ په شلو وزارتونو موافقه شوې ده، دواړه لوری ددغو وزارتونو لپاره د وزیرانو په لټون بوخت دي . همداشان د پاتو وزارتونو په سر هم خبرې روانې دي چې دا څرګنده شي چې کوم ټیم هلته خپل کاندید معرفي کړي مونږ هیله لرو چې په یو یا دوو ورځو کې دا کار بشپړ شي او د لندن د کنفرانس د جوړیدلو دمخه د کابینې لست ولسي جرګې ته واستوو".

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي امریکا غږ ته وویل چې د کابینې د جوړولو په سر سلامشورې لا روانې دي او د کابینې د جوړولو په برخه کې پرمختګ شوی دی.

جمهورریس او اجرائیه ریس تمه لرله چې بله اونۍ په لندن کې د افغانستان په هکله په نړیوال کنفرانس کې به د نوو وزیرانو سره برخه واخلي خو د دغو دواړو مشرانو ترمنځ د کابینې د څوکیو د ویش په سر جنجال او هم د کانینې د غړو په سر د دواړو خواوترمنځ د موافقې ترلاسه کولو په برخه کې د خبرو اوږدیدل ددې سبب شوي چې دا کار به د لندن د کنفرانس د جوړیدلو دمخه تر سره نه شي.

خو جمهورریس او اجرائیه ریس ته نږدې منابع وایي دا دواړه مشران هڅه کوي چې لږ ترلږه د لندن کنفرانس ته د سرپرستو وزیرانو پر ځای د نومول شوو وزیرانو سره لاړ شي.

XS
SM
MD
LG