د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د سولې په برخه کې اخیستل شوي ګامونه کافي نه دي


د عبدالله عبدالله په وینا دوی د سولې په برخه کې ښه ګامونه اوچت کړي‌ دي ، خو لا کافي نه دي او اوږده لار یې په مخکې پرته ده.
د عبدالله عبدالله په وینا دوی د سولې په برخه کې ښه ګامونه اوچت کړي‌ دي ، خو لا کافي نه دي او اوږده لار یې په مخکې پرته ده.

د ملي وحدت حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله چې نن د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان د ملي ورځې په هکله د دغه هیواد په سفارت کې په جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو پراختیا موندلې ده.

ښاغلي عبدالله وویل جې خپلې لار ته به په دقت، ښه نیت او حساب سره دوام ورکړي او له خپلو ګاونډیانو څخه هم همدا هیله لري.

د ښاغلي عبدالله په وینا دوی د سولې په برخه کې ښه ګامونه اوچت کړي‌ دي، خو لا کافي نه دي او اوږده لار یې په مخکې پرته ده.

عبدالله وايي "په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلونکې د ګاونډیانو ښه نیت او اړیکو پورې تړاو لري".

د ملي وحدت حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله وايي چې باید د ترهګرۍ پروړاندې په ګډه مبارزه وشي او هغه فرصتونه چې د افغانستان او پاکستان خلکو ته په لاس ورغلي دي ورڅخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي.

همدې غونډې ته په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین وویل چې هیواد یې چمتو دي چې د سولې په برخه کې افغانستان سره هر اخیزه مرسته وکړي او هر هغه آسانتیاوې چې په دې برخه کې برابریدلی شي، برابرې به یې کړي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین که څه هم د طالبانو او یا هم د ملي وحدت د حکومت د وسله والو مخالفینو نوم په ډاګه وانخیست ، خو دا یې وویل چې د سولې خبرې د افغانستان خپل منځي خبرې دي.

د پاکستان سفیر وايي دوی په دې پوه شوي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان او د ټولې سیمې په ګټه ده.

ښاغلي حسین وویل "د دواړو هیوادونو کوششونه کامیابیږي او دواړه هیوادونه یو بل نور هم نږدې کیږي ، تر څو پورې چې په افغانستان کې صلح او امنیت دی دا د پاکستان په خپل مفاد کې دی،‌نه یوازې د پاکستان بلکې د پوره منطقې په مفاد کې دی چې په افغانستان کې امن راشي".

په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین وویل چې د تیر کال په نومبر میاشت کې پاکستان د جمهور ریس محمد اشرف غني سفیر یو ګټور سفر وو او له هغې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو پراختیا موندلې ده.

حسین وايي که څه هم پخوا به کله نا کله د دواړو هیوادونو په اړیکو کې اختلافات راتلل، خو اوس په سمې لارې سره روان دي.

پاکستان هرکال د مارچ د میاشتې ۲۳ ورځ د ملي ورځې په توګه لمانځې.

په کابل کې په دغه جوړه شوي غونډه کې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د ګډون سربیره د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو، د افغانستان د پارلمان د دواړو مجلسونو یو شمیر غړو او سیاسي ډلو ځینو چارواکو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG