د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: څرګندونې مې د نظام ړنګولو په معنی نه دي


ښاغلي عبدا لله وایي روان حالت اړ کړی چې د سیاسي موافقې د تطبیق لپاره د خپل کار بڼې ته بدلون ورکړي.
ښاغلي عبدا لله وایي روان حالت اړ کړی چې د سیاسي موافقې د تطبیق لپاره د خپل کار بڼې ته بدلون ورکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیره ورځ یک‌شبنه ناوخته خپلو پلویانو ته له ولسمشر غني سره د خپلو اختلافاتو په اړه د وینا پر مهال وویل، چې ده د غُصې او احساساتو له مخې پر ولسمشر نیوکې نه دي کړي، بلکې له روان وضعیت څخه یې د خلکو د پوهاوي لپاره حقایق څرګند کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل، روان حالت اړ کړی چې د سیاسي موافقې د تطبیق لپاره د خپل کار بڼې ته بدلون ورکړي.

د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو لانجمنو ټاکنو ته د حل لارې موندلو لپاره، نږدې دوه کاله مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به منځګړیتوب د ولسمشر غني او اجرائيه رئیس عبدالله تر منځ د سیاسي موافقې لاسلیکولو په نتیجه کې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شو.

اجرائیه رئیس په خپلې پرونې وینا کې یو ځل بیا د سیاسي موافقې پر عملي کولو ټینګار وکړ او وې ویل "دا اضافه غوښتنه نه ده، دا د واک غوښتنه نده، دا د نورو په حق تیری نه دی."

ښاغلي عبدالله خپلو پلویانو ته وویل، چې ژر به له ولسمشر غني سره په دې اړوند دوه په دوه لیدنه وکړي.

د اجرائیه رئیس له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یاماموتو تدامیچي او د اروپا د اتحادیې رئیس مایکل ملیبن په ګډون یو شمیر بهرنیو ډیپلوماټانو د روان وضعیت د ارامولو لپاره له ښاغلي عبدالله سره لیده کاته وکړل.

بهرنیو ډیپلوماټانو له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې د افغانستان اوسنی حالت حساس وباله او د اختلافاتو په ختمولو او د نظام پر پایښت یې ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG