د لاس رسي وړ اتصالات

د عربي متحده اماراتو سره د ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان شو


ټاکل شوې چې دا ۲۲ کسیزه لوبډله راتلونکې اوونۍ اماراتو ته د چمتوالي په کمپ کې د ګډون لپاره ولاړه شي.
ټاکل شوې چې دا ۲۲ کسیزه لوبډله راتلونکې اوونۍ اماراتو ته د چمتوالي په کمپ کې د ګډون لپاره ولاړه شي.

د افغانستان کرکټ بورډ یکشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې۹) د عربي متحده اماراتو سره د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لپاره د ۲۲ لوبغاړو ابتدایي سکواډ اعلان کړی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د را راوانې فبروري د میاشتې په ۱۶ مې د عربي متحده اماراتو د لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې وکړي.

دا لوبې د اماراتو د لوبډلې په کوربه توب کیږي.

د لوبډلې مشري راشد خان کوي چې څه موده وړاندې د محمد نبي پر ځای د شلو شلو اورونو د لوبو لپاره د لوبډلې کپټان وټاکل شو.

دغه ۲۲ افغان لوبغاړي به بله اوونۍ عربي متحده اماراتو ته د چمتوالي په کمپ کې د ګډون لپاره روان شي او اولس لوبغاړي به د وروستي سکواډ لپاره وټاکل شي.

په سکواډ کې د لومړي ځل لپاره ځینو ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی خو څرګنده به شي چې په نهایي لست کې ورته فرصت ورکول کیږي که نه.

صدیق الله اتل، بلال سمیع، ننګیالی خروټی، شاهدالله کمال او عبدالرحمان رحماني هغه لوبغاړي دي چې په ابتدایي سکواډ کې یې د مجربو او پخوانیو لوبغاړو سره یو ځای نومونه راغلي دي.

د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ دا لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا د لوبو د مهال ویش برخه ندي بلکې د هغه تړون له مخې کیږي چې د افغانستان کرکټ بورډ د اماراتود کرکټ بورډ سره تیر کال د نومبر په میاشت کې لاسلیک کړ.

د تړون له مخې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکو پنځو کالونو لپاره هر کال د اماراتو د لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې کوي او په بدل کې به یې د افغانستان کرکټ بورډ ته په اماراتو کې دفتر ورکول کیږي او افغان لوبغاړو ته به په اماراتو کې د پاتې کیدو لپاه د ویزو آسانتیاوې برابریږي.

همدارنګه به د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ د هغو لوبو لپاره خپل لوبغالي د افغانستان کرکټ بورډ ته په اختیار کې ورکوي چې کوربه یې افغانستان وي.

د عربي متحده اماراتو سره د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د ۲۲ لوبغاړو ابتدایي لست کې راشد خان، رحمان الله ګربز، عبدالرحمان رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید ملک، فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمان ، نجیب الله ځدراڼ، ننګیالي خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.

دا په روان میلادي کال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړنۍ لوبې دي او ټاکل شوې چې د مارچ په میاشت کې د پاکستان د لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې ولري.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG