د لاس رسي وړ اتصالات

معلوماتو ته د لاسرسي د قانون د ژر تصویب غوښتنه


د افغانستان د شفافیت د څار سازمان د چارواکو خبري کنفرانس (ارشیف)
د افغانستان د شفافیت د څار سازمان د چارواکو خبري کنفرانس (ارشیف)

د افغانستان د شفافیت د څار سازمان چارواکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي د قانون د نشتوالي له امله د فساد پر وړاندې مبارزه ستونزمنه ده او له راتلونکي دولت څخه یې غوښتنه وکړه چې دا قانون تصویب کړي.

د دغه سازمان مشر سید اکرام افضلي خبري‌ غونډې ته وویل راتلونکې افغان دولت دې له نړیوالو معیارونو سره سم، اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون کې اړین تعدیلونه راوړي او له پارلمان څخه دې وغواړي چې دغه قانون ژر تصویب کړي.

ښاغلي افضلي زیاته کړه چې د دغه قانون د تصویب چارې دې په جدي توګه تعقیب شي او د محرمیت فرهنګ له منځه وړلو په وړاندې دې پراخ کمپاین په لاره واچول شي.

هغه وویل "خلک باید پوه شي چې د بندو دروازو تر شا د خلکو په استازیتوب څه تصمیمونه نیول کیږي."

د شفافیت د څار سازمان مشر زیاته کړه چې خلکو ته دې د حکومت له کارونو څخه د نظارت زمینه برابره شي چې له دې لارې د فساد په له منځه وړلو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

ښاغلي افضلي پر اوسني حکومت نیوکه وکړه چې له دوي سره یې همکاري نه بلکې د دوي د کارونو په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

د دغه سازمان د مشر پر وینا کله چې دوي د فساد د کومې پيښې راپور ورکړی دی حکومتي چارواکي د دې پر ځای چې د فساد مخه ونیسي د هغوي له کلک غبرګون او تهدیدونو سره مخ شوي دي

ښاغلي افضلي وویل "په خواشینۍ چې په تیرو څوو کلونو کې، کله چې موږ ګزارش خپور کړی چې دلته فساد شوی باید پوښتنه يې وشي نو د مالیې، کانونو یا د نورو وزارتونو څخه استازي راغلي او موږ ته یې ویلي چې ستاسې راپور علمي نه دی او بی اساسه دی موږ له راتلونکي حکومت څخه غواړو چې له موږ سره داسې چلند ونکړي."

بل خوا د افغانستان د خپلواکو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا (نی) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې معلوماتو ته د لاسرسي د قانون نه شتون نه یواځې خبریالان او خلک له ستونزو سره مخ کړي بلکې هغوي یې له خپل اساسي حق چې معلوماتو لاسرسی دی محروم کړي دي.

ددغې ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر ویلي چې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ستر لامل د معلوماتو ته د لاسرسي د قانون نه شتون دی.

نوموړي ویلي "کله چې یو خبریال د خبر یا تحقیقي راپور جوړولو لپاره یوې ادارې ته ځي مالومات ورته نه ورکول کیږي او چې کله خبریال د مالوماتو تر لاسه کولو لپاره ټینګار کوي له تاوتریخوالي سره مخ کیږي"

اداري فساد په افغانستان کې هغه ستونزه ده چې ډېری افغانان ترې کړیږي او د اشرف غني په مشرۍ راتلونکي حکومت له افغان ولس سره ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG