د لاس رسي وړ اتصالات

اچین کې یو شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین غوښتنه کوي


Polio in Afghanistan
Polio in Afghanistan

د ننګرهار اچین ولسوالۍ یو له هغو څلورو ولسوالیو څخه ده چې د واکسین په تېرو دورو کې یې زرګونه ماشومان د ناامنیو له امله د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتي دي.

که څه هم د ننګرهار عامې ورغتیا ریاست وایي چې داچین په امنو سیموکې یې واکسیناتوران له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کوي خو ځایي اوسېدونکي وایي چې تراوسه یې د پولیو ضد واکسین رضاکاران د دوی سیمو ته نه دي ورغلي .

خان د اچین ولسوالۍ دپنډولا سیمې اوسېدونکی دی وایي اوس یې په سیمه کې د داعش وسله وال نشته خو د پولیو ضد واکسین هم د دوی ماشومانو ته تردې مهال دمه نه دی ورکول شوی.

دی وویل "دلته اوس امن دی، داعش هم نشته، خو ډېره موده وشوه چې واکسیناتوران نه راځي هغو نورو سیمو ته راځي خو موږ ته نه دي راغلي . واکسین خو ښه شی دی ، موږ یې خپلو ماشومانو ته غواړو."

دوی پولیو واکسین د خپلو ماشومانو لپاره اړین بولي او وایي که واکسیناتوران یې سیمې ته راشي نو ورسره مرسته کوي او کور په کور ورسره ګرځي څو ماشومان یې واکسین شي.

ګل محمد داسدخېلو سیمې اوسېدونکی وايي "که واکسین والا راشي نو موږ خپله ورسره دلته کور په کور ګرځو هیڅ مشکل ورته نشته او غواړو ماشومان مو د پولیو ضد واکسین شي."

خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست بیا وایي چې داچین امنو سیمو ته یې واکسیناتوران لېږلي او د واکسین په هره دوره کې له پنځو کالو کم عمره ماشومان د پولیو ضد واکسین ورکوي.

ددې ولایت د کتلوي معافیت مشر ډاکټر جان محمد صاحبزاده یې په تړاو وایي "د اچین ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې اوس مهال د دولت تر کنټرول لاندې هلته واکسیناتوران لرو، کوشش کوو چې په تازه پاکو شویو سیمو کې هم نوي واکسیناتوران وګمارو څو پاتې ټولو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورسوو."

داچین ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې د داعش وسله والو تر کنټرول لاندې وې، له تېر یو نیم کال راهیسې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه دې تطبیق شوی خو اوس چې ددې ولسوالې یو شمېر زیاتې سیمې د دولتي ځواکونو له لوري تصفیه شوي اوسیدونکيیې خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG