د لاس رسي وړ اتصالات

نرګس نهان: افغانستان له کانونو څخه د افغان حکومت په پرتله د هغه دښمنان ډیره ګټه اخلي


د کانو او پټرولیم د وزارت سرپرسته میرمن نرګس نهان وايي، چې د دې پرځای چې د افغانستان له کانونو څخه د دغه هیواد د ثبات لپاره کار واخیستل شي د بې ثباتۍ لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.

میرمن نهان وویل " په تاسف سره نن وضعیت داسې دی، چې د افغانستان له کانونو څخه د افغان دولت پرتله ددې حکومت دښمنان ډیره ګټه اخلي او د دې پرځای چې د افغانستان له کانونو څخه د دغه هیواد د ثبات لپاره کار واخیستل شي د بې ثباتۍ لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي".

د کانو او پټرولیم د وزارت سرپرستې وویل، چې د افغانستان کانونه د سیمې له ګواښونو سره مخ دي.

میرمن نهان تیره اونۍ د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا د کانونو او پیټرولیم د وزارت د وزیرې په توګه نومول شوې ده او ټاکل شوې چې ژر د باور د رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وروپیژندل شي.

میرمن نهاننن د شنبې په ورځ د جمهوررئیس د دوهم مرستیال محمد سرور دانش له خوا د کانونو او پټرولیم وزارت مامورینو ته په یوه غونډه کې وروپیژندل شوه.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش دې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د کانونو پر وړاندې د ګواښونو د یادونې پر وخت وویل چې په کار نه دي چې د کانونو د امنیت مسلې ته یوازې د امنیتي پلوه وکتل شي.

ښاغلي دانش وویل " د دې سربیره چې مخالفې وسله والې ډلې لکه چې مخکې مې د هغې یادونه وکړه، غواړي چې د طبیعي زیرمو څخه باج اخیستنه او په لوټولو خپل جنګي ماشین تمویل کړي، په دې ځای کې په کار نه ده چې د کانونو امنیت یوازې د امنیتي زاویې څخه وکتل شي، بلکې د هغې ملي، سیاسي او اقتصادې اړخونه د امنیت پرتله ځو ځلې له هغې مهم دي ".

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال وویل، چې د افغانستان دښمنان هیڅکله نه غواړي چې افغان حکومت او افغانان د سترو ملي پروژو لکه کانونو، ګاز او تیلو، انرژي، لوی پلونو، ستراتیژیکي مواصلاتي پروژو سترو پانګونو او هغې ته ورته پروژو کې بریالیتوب او یا هم پرمختګ وکړي.

ښاغلي دانش د امنیتي ستونزو ترڅنګ د افغانستان د کانونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د کانونو د وزارت په دننه کې د ظرفیتونو مسلې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د لوګر د عینک د مسو کان د امنیتي ستونزو ترڅنګ تخنیکي ستونزو سره هم مخ دی.

ښاغلي دانش وویل " تاسو ټول پوهیږئ چې د عینک د مسو د دکان تړون د نورو ستونزو ترڅنګ چې لري یې د دغه کان یوه برخه د ستونزو چې پخپله په تړون کې دي چې تخنیکي او حقوقي ستونزې دي ".

هغه وویل چې د دغه وزارت په نورو تړونونو کې هم ډیرې دغسې ستونزې شته دي.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال وویل چې ژر به میرمن نهان د ولسي جرګې څخه د باور د رایې د ترلاسه کولو لپاره دغې جرګې ته لاړه شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یو کال راهیسې د دغه وزارت د پخواني وزیر داود شاه صبا د استعفی وروسته وزیر نه لره او د دغه وزارت د یوې معینې له خوا یې سرپرستې کیدله.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې ولسي جرګه به د کانونو او پټرولیم نومول شوې وزیرې ته د باور رایه ورکړي او که نه.

XS
SM
MD
LG