د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي امنیت سرپرست اسلام اباد ته تللی


د افغانستان ملي امنیت ریاست تراوسه اسلام اباد ته د ښاغلي اندرابي د سفر په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د افغانستان ملي امنیت ریاست تراوسه اسلام اباد ته د ښاغلي اندرابي د سفر په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پاکستاني امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي نن د پنجشنبې په ورځ د یوولسو بجو په شاوخوا کې له کابل څخه اسلام اباد ته رسیدلی دی.

دا سرچینه وایي چې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي به د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی ایس آي د مشر جنرال رضوان اختر سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او نورو امنیتي مسلو وغږیږي.

همداشان دا سرچینه وایي چې په دې غوڼده کې به د تروریزم پر وړاندې د افغانستان او پاکستان د ګډې مبارزې د ګړندي کولو په لارو چارو هم خبرې وشي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست تراوسه اسلام اباد ته د ښاغلي اندرابي د سفر په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د ښاغلي اندرابي سره به د باچاخان په پوهنتون باندې د وسله وال برید په هکله هم معلومات شریک شي چې پاکستاني استخباراتي ادارو د ادعا له مخې بریدګرو په کې د افغانستان خاوره کارولې ده.

دمخه د پاکستان امنیتي ادارو ویلي وو چې اسلام اباد ته د افغانستان د استخباراتو د ریاست د سرپرست سفر کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف د سفر په تعقیب ترسره کیږي.

جنرال شریف د تیرعیسوي کال د دسامبر په وروستۍ اونۍ کې کابل ته سفر کړی وو.

د افغانستان او پاکستان د استخباراتو د ادارو د چارواکو دا غونډه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازوترمنځ د دریمې څلور اړخیزې غونډې دوه ورځې وړاندې ترسره کیږي.

ټاکل شوې د فبرورۍ په شپږمه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو دریمه څلوراړخیزه غونډه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG