د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادینو او ټولنیز خوندیتوب کمپاین پیل شو


د نشه يي‌ توکو ضد وزارت وايي دغه کمپاین د کورنیو،ملا امامانو او نورو ادارو په مرسته کوي
د نشه يي‌ توکو ضد وزارت وايي دغه کمپاین د کورنیو،ملا امامانو او نورو ادارو په مرسته کوي

د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، پر نشه‌يي توکو او الکولو یو شمیر روږدي کسان د سړکونو او واټونو پر سر د نجونو پر زورونې لاس پورې کوي او دې ستونزې اړ کړل چې په وړاندې یې کمپیان پیل کړي.

د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت مرستیال هارون رشید شیرزاد وايی، د نشه‌يانو لخوا د نجونو د زورونې د مخنیوي کمپاین به د عامه پوهاوي، ذهنیت جوړونې او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له لارې په ټول افغانستان کې پر مخ یوسي او په سر کې به د یو سلو پنځوسو پروګرامونو په ترسره کولو سره لږترلږه زر کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

ښاغلي شیرزاد وویل "زموږ د آخري تحقیق پر بنسټ یو زیات سلنه ځوانان چې په مهمو ښارونو کې لکه د هرات، بلخ، ننګرهار او په ځانګړي ډول په کابل کې هغه ځوانان وو، چې د شپې یا د ورځې په نشه‌باندې اخته وو زیاترو یې الکول یا شراب استعمالول دا برنامه د هغې نه موږ ته انګیزه پیدا شوې."

د افغانستان د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت په داسې وخت کې دا کمپاین پیل کړ، چې لا هم د دغه هیواد په لویو ښارونو کې نجونې د ځینو ځوانانو لخوا زورول کیږي خو تر اوسه په دې برخه کې کومې ادارې د زیانمنو کره شمیره په ډاګه کړې نه ده.

د نشه يي‌ توکو پروړاندې د مبارزې وزارت وايي کوم کمپاین چې دوی پیل کړ د کورنیو، ملا امامانو او حکومتي ادارو په مرسته به د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه ترسره کړي.

دغ ه راز، د افغانستان د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي، په افغانستان کې څه باندې درې میلونه وګړي په نشه‌يي‌ توکو روږدي دي، چې له دې ډلې یو میلون یې ښځې او یو میلون نور ورکې داسې ماشومان شامل دي چې د نشه‌يي توکو د روږدي کیدو تر جدي ګواښ لاندې دي.

میرمن عظیمي پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمیره د اندېښنې وړ وبلله او زیاته یې کړه، هڅې روانې دي، چې د کورنیو په همکارۍ ځوانان له نشه يي توکو وژغوري تر څو سالمه ټولنه ولري.

میرمن عظیمي وویل "یو له دې لاملونو چې ځوانان په کوڅو کې نجونې زوروي د نشه‌يي توکو استعمال دی، موږ هیله‌مند یو چې زموږ ځوانان د خپلې ټولنې او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره تل له خپلو خویندو څخه ملاتړ وکړي، نه دا چې هغوی وزوروي."

له بلې خوا د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت د جندر د برخې چارواکي وايي چې دوی په ټولنه کې د نجونو د زورونې پیښې دې ته اړ ایستل ترڅو ددغې بدې پدیدې پروړاندې مبارزه پیل کړي.

د دغه وزارت د جندر د برخې یوه مسوله میرمن وحیده وايي‌ چې د نجونو زورونه په هیڅ اصولو کې د منلو وړ نه ده او دوی به ددغه بد کار پروړاندې جدي مبارزې ته دوام ورکړي.

‫میرمن وحیدې وویل "د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د دې لپاره دا برنامه جوړه کړې، چې په ښارونو کې د نجونو د زورونې یو لامل پر نشو د روږدو کسانو موجودیت دی، دوی په ښارونو کې د نجونو د زورولو لامل کیږي، دا کمپاین مو پیل کړی چې موږ څنګه کولې شو چې د دوی مخه ونیسو او څه ډول کولی شو چې په ټولنه کې ذهنیت جوړونه وکړو."

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکې وايي، پر سړکونو او کوڅو کې د نجونو زورول د دېلامل شوی، چې د نجونو ورځنی چارې له خنډ سره مخ شي او آن په ډیری مواردو کې د دوی د زده کړو د مخینوی لامل شوی هم دی.

مرسل همراز د کابل ښار اوسیدونکې ده، هغه وايي‌ چې څو ځلې د هلکانو له لوري زورول شوې ده.

‫هغې وویل "که کومه سروې وشي، زه مطمینه یم چې تر نوي سلنه میرمنې به له داسې زورونو سره مخ شوي وي او زه هم یو له هغو کسانو څخه یم چې څو ځلي د دې پر ځای چې زما د فکر او زما شخصیت په اړه خبرې وشي زما د ظاهر په اړه خبرې شوې دي."

د نجونو د زورونې د مخنیوي‌ دا پروګرام د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا او د امریکا د پرمختیايي ادارې یا یو ایس ای آی ډي په مالي ملاتړ ترسره کیږي چې د افغانستان کلیو او بانډو ته به هم وغځول شي.

د ټولنیزو چارو څیړونکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې څه باندې درې لسیزه جګړه، بې وزلي، نالوستي او کمزوری اقتصاد ددې لامل شوی چې د خلکو په تیره د ځوانانو د پوهاوۍ کچه راټیټه شي او همدا لامل دی چې نن سبا د افغانستان په ځینو سیمو کې نجونې د یو شمیر هلکانو له لوري زورول کیږي.

XS
SM
MD
LG