د لاس رسي وړ اتصالات

په نشو روږدي افغانان په بېساري ډول زیات شوي دي


چارواکي وايي دا مهال څه باندې دوه میلیونه افغانان په نشو روږدي دي
چارواکي وايي دا مهال څه باندې دوه میلیونه افغانان په نشو روږدي دي

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي په دغه هیواد کې له دوو میلیونو څخه زیات کسان پر نشو توکو روږدي شوي دي.

د وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر امریکا غږ ته وویل چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمیرې د معلومولو لپاره په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د سفارت لخوا یوه سروې شوې چې هغه مهال څه باندې یو نیم میلیون افغانان روږدي بلل شوي وو.

خو ښاغلي ازهر وايي په تېرو دریو کلونو کې دغه شمېره په بېسارې توګه لوړه شوې ده او زیاته یې کړه چې په دې اړه په کابل کې د امریکا د سفارت د آی این ایل د ادارې لخوا یوه سروې روانه ده چې پایلې به یې درې میاشتې وروسته اعلان شي.

محمد ابراهیم ازهر وویل " د امریکا د سفارت د آی این ایل د ادارې لخوا سروې دوام لري، ښايي تر راتلونکو درېو میاشتو د دې سروې پایلې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته ورسیږي، له هغې وروسته به تاسې ته معلومه شي چې په افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر په بېسارې توګه مخ په لوړېدو دی خو هغه څه چې موږ یې وړاندوینه کولی د روږدو کسانو شمېر له دوو میلیونو اوړي."

ښاغلي ازهر، په افغانستان کې ناامني او د جګړې دوام، د کوکنارو پراخ کر، نشه يي توکو ته آسانه لاسرسی او بې کاري هغه لاملونه په ګوته کړل چې له مخې يې ورځ تر بلې د روږدو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

بلخوا د ولسي جرګې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون مسؤلین بیا د بهرنیو ادارو لخوا د ترسره شوو سروې ګانو شفافیت ته د شک په سترګه ګوري.

د دغه کمیسیون رئیس محمد نعیم لالی حمیدزی وايي، ښايي په یو کال کې د نشه يي توکو د رږدو کسانو په شمیر کې تر ۱۲ زره زیاتوالی راغلي وي.

هغه داسې وویل "داسې نه ده چې په کال کې پينځه لکه کسان معتاده کیږي، زیاتوالی به راځي ښايي په کال کې تر لس دولس زره کسان اضافه کیږي، په افغانستان کې اوس فساد داسې یوه مسئله جوړه شوې ده چې په هره برخه کې سړی ورته وګوري فساد روان دی، د آی این ایل کومه سروې چې روانه ده په دې سروې کې کوم کسان چې په کار ګمارل شوي شاید ورکې فساد وي، کوم معلومات چې دوی له ولایتونو څخه راټولوي شاید په هغه کې فساد وي یا په ځینو ولایتونو کې نتیجه لوړه ورته ښيي. "

د آی این ایل ادارې لخوا، په افغانستان کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمیرنې هغه سروې چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ ترسره شوې دا ښيي چې تر ۱میلیون او شپږ سوه زره افغانان په نشه يي توکو روږدي، چې ورکې تر ۵سوه زره میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت پر وینا، روږدو کسانو د درملنې لپاره په افغانستان کې نږدې ۱۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، چې هر کال د ۲۱ زره روږدو درملنه ورکې کیږي خو په دغه هیواد کې د مختلفو ناښوالو لکه بی کاري، ناامني او د کورني تاوتریخوالي له امله د نشه يي توکو ۹۰ فیصده روږدي له درملنې وروسته بیرته نشه یي توکو ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG