د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ځوانانو ملي تگلاره اعلان کړه


بتایا جاتا ہے کہ متاثرہ عمارت سیوریج پر نالے پر قائم تھی جو گیسوں کے اخراج کے باعث نچلی زمین متاثر ہونے سے منہدم ہوئی۔
بتایا جاتا ہے کہ متاثرہ عمارت سیوریج پر نالے پر قائم تھی جو گیسوں کے اخراج کے باعث نچلی زمین متاثر ہونے سے منہدم ہوئی۔

د ځوانانو ملي تګلاره چې د پنځو کلنو لپاره جوړه شوې ده ځوانانو ته د کار موندنې، روغتیا، ښوونې او روزنې او مسلکي او تخنیکي زده کړو په برخو کې د ځوانانو پورې مربوطې مسلې شاملې دي.

د ځوانانو د ملي‌ تګلارې د اعلان پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین تیمور شاه اسحاقزي وویل چې دا تګلاره به په عملي توګه د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې د ځوانانو پر ستونزو کار کوي او هیله من دي چې وکولای شي تر راتلونکو پنځو کلنو د ځوانانو شته ستونزې تر څلویښټ فیصده پورې اوارې کړي.
د اسحاقزي په وینا افغان حکومت ژمن دی د ځوانانو هغه ستونزې اوارې کړي چې ورسره لاس او ګریوان دي، همداشان ځوانانو لپاره به د ظرفیت لوړولو په برخه کې ځانګړي پروګرانونه جوړیږي تر څو ځوانان وکولای شي د افغانستان په برمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

اسحاقزی وايي "په سمدستي توګه د ټولو ستونزو هوارول ستونزمن کار دی، خو هیله من یو چې په راتلونکو کلنو کې موږ به د ځوانانو په وضعیت کې د پام وړ بدلون راولو.دا یو عملي کار دی رسمي سند چې د دولت لخوا تآیید شوی دی، شتون لري او په ستراتیژۍ په شدت سره کار روان دی".

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت له افغان حکومت څخه غواړي چې د ځوانانو په برخه کې دې پانګونه وکړي ځکه ځوانان د تحول د لسیزې محرکه قوه ده او پر ځوانانو پانګونه په حقیقت کې پرمختګ ،‌سولې او امنیت لپاره پانګه اچونه ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک باودن د ځوانانو د ملي پالیسۍ څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل چې د ځوانانو په ملي پالیسي کې هر اړخیز پرمختګ د افغانستان ثبات او سعادت لپاره پکې شامل دی.

مارک باودن وايي‌ چې د ځوانانو ملي پالیسي‌ خورا مهمه ده او د پلي کیدو په برخه کې به ملګري ملتونو له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

باودن وايي " د معلوماتو په اساس د افغانستان ۶۳ فیصده نفوس له ۲۵ څخه کښته عمر لري چې په دغه ځوان نسل پانګه اچونه به پرمختګ او ثبات په لور د افغانستان د سوق کولو لپاره زمینه برابره کړي".

د ځوانانو د شبکې مشر نوید کاووسي په وینا که څه هم د ځوانانو لپاره هر اخیزه ملي پالیسي جوړه شوې ده ، خو باید په پلي کولو کې یې ځوانان په خپله ونډه واخلي.

د کاووسي په وینا هر هغې چې ځوانان په بشپړه توګه د ځوانانو د ملي پالیسۍ په پلي کولو کې ونډه وانخلي لکه د نورو پالیسو په شان به د کاغذ پرمخ پاتې شي.

کاووسي وايي "ترهغې چې په ګډه کار ونکړو درته اطمینان در کوم چې ددې پالیسۍ هیڅ برخه به بریالۍ نه شي موږ غواړو چې باید ځوانانو ته خدمات ترسره شي".

د افغانستان حکومت په داسې وخت کې د ځوانانو ملي پالیسي اعلان کړه چې چارو د کارپوهانو په باور لا اوس هم په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د روږدو ځوانانو ، په تاوتریخوالي کې د ځوانانو ونډه او د زده کړو د ستونزو تر څنګ نږدې څلور میلونه ځوانان بې روزګاره دي ، خو چارواکي وايي چې د ملي پالیسۍ په پلي کیدو سره به د ځوانانو په ژوند کې ښه والی راشي.

XS
SM
MD
LG