د لاس رسي وړ اتصالات

ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اندېښنې کمولی شي


د کابل او اسلام اباد ترمنځ د گډ باور د رامنځ ته کولو لپاره، د دواړو هیوادونو او خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه باید زیاته شي

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د گډ باور د رامنځ ته کولو لپاره، د دواړو هیوادونو او خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه باید زیاته شي

په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي پر دې ټینگار کړی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د گډ باور د رامنځ ته کولو لپاره، د دواړو هیوادونو او خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه باید زیاته شي.

ښاغلي موسی زي دا څرگندونې د هغه دوه ورځني غیر رسمي بحث په پرانیسته کې وکړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د شته اندېښنو د کمولو او د سولې او امنیت د ودې او سیمه ایزې همکارۍ لپاره د باور فضا د رامنځ ته کولو په موخه په کابل کې د دران د څیړنز مرکز او په اسلام اباد کې د څیړنیزو او امنیتی مطالعاتو د مرکز لخوا جوړ شوی و.

په دې بحث کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترڅنگ، د دواړو هیوادونو د مدني ټولنو غړو او یو شمېر سیاستوالو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان د سفیر په وینا "که چیرې د افغانستان او پاکستان مشران، د دواړو هیوادونو حکومتي چارواکي اوخلک له یو بل سره کښیني او په واضح، ساده او مستقیمه توگه بحث وکړي، نو دواړه خواوې کولی شي چې د حل لارې ومومي او مثبتې ستراتیژۍ جوړې کړي."

ښاغلي موسی زي پدې اړه د مدني ټولنو وڼډې ته په اشارې ووېل چې "په افغانستان او پاکستان کې مدني ټولنې کولی شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ او د اړیکو د ټینگولو په برخه کې ډېر مهم او گټور رول ولوبوي."

په اسلام آباد کې دا غیر رسمي بحث په یو داسې وخت کې په لاره واچول شو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اندېښنې او بې باورۍ خوره زیاته شوې دي.

په غونډه کې د افغانستان د سفیر ترڅنگ د پاکستان د سوداگرۍ وزیر خرم دستگیر خان هم گډون کړی و. د پاکستان د سوداگرۍ وزیر ووېل " پداسې حآل کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوادگریزې اړیکې ښې روانې دي، نو دواړه هیوادونه دې ته اړتیا لري چې د پولې په دواړو غاړو کې د ترهگرۍ ضد د هڅو د پرمخ بیولو لپاره خپل منځي اختلافونه له منځه یوسي."

د ښاغلي دستگیر خان په وینا، پاکستان اوس هم د گډې سولې د لاسته راوړلو په اړه ژمن دی او د اسلام آباد دا ژمنه د تیر کال په پرتله لا غښتلې ده.

د پاکستان د سوداگرۍ وزیر دا هم ووېل چې د دواړو هیوادونو د رسنیو او خبریالانو ترمنځ متقابله اړیکې کولی شي چې د سولې او دوستانه چاپیریال په رامنځ ته کولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اندېښنو په را کمولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر په افشا کیدو سره نورې هم خرابې شوې.

د طالبانو د مشر د مړینې خبر د دې لامل وگرځید چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ودریږي او له نامعلوم راتلونکي سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG