د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې، پاکستان، تاجکستان او افغانستان مشرانو ملاقات کړی


د روسیې جمهور رئیس دمېتري مېډوېډېوف د چارشنبی دورځې له کنفرانس نه مخکی دپاکستان ، تاجکستان او افغانستان له مشرانو سره ملاقات کړېدی. دروسېې جمهوررئېس دېمېتري مېډوېډېوف، د پاکستان له جمهوررئېس آصف علی زرداری، د افغانستان جمهوررئېس حآمدکرزی او د تاجکستان جمهوررئېس امام علی رحمانوف د تورې بحېری په تفرېحی ځای سو‍شي کې د چارشنبی په ورځ خبری اتری وکړي چې دترهگری او مخدره موادو د قاچاق سره څه ډول مبارزه وشی.

دروسېې ، پاکستان ، افغانستان، او تاجکستان مشران به په دغه کنفرانس کې له ېوې خوا نه په افغانستان کې پر امنېتی حالاتو باندی بحث وکړی او له بل پلوه په هغو لارو چارو باندی غور وکړی چې د ترهگری او مخدره موادو له خطر سره څنگه مقابله وکړي.

دروسېې جمهوررئېس دېمتری مېډوېډېوف ووېل چې داڅلور واړه مشران دا پلان هم لری چې د خپلو هېوادونو په منځ کې تجارتی ، اقتصادی،اېنرژي او دترانسپورت په څانگو کې اړېکی غښتلی کړی. هغو به د خپلو هېوادونو ترمنځ د پانگی اچونی شراېطؤ ته انکشاف ورکړی.

په دغه عالی غونډه کې به د ښاغلی کرزی او ښاغلی زرداری ترمنځ هم مخامخ خبری وشی. د ښاغلی کرزی حکومت څو څو ځلی دپاکستان پرنظآمی استخباراتو تور لگولی دی چې له ېاغی طآلبانو سره مرسته کوی.

خو پاکستان دا تورونه په کلکه رد کړېدی.

تمه ده چې روسېه به پاکستان ته چې سختو سېلاوونو ځپلی دی، خېرېه مرستی هم وړاندی کړی. روسېې همدا اوس هم د بېړنېو مرستو په لړ کې ېو ه اولوتکه بار مواد د سېلاب قربانېانو لېږلی دي.

روسېې داهم وېلی دی چې افغانستان ته به عسکر ونه لېږی. خو سره له دې هم مسکو وېلی دی چی د افغانستان حکومت ته به دروسېې ترانسپورتی هېلېکوپټرونه برابر کاندی.

XS
SM
MD
LG