د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا په لومړي ځل د اسیا د فوټبال اتلولي وګټله


اسټرالیا په پایلوبه کې جنوبي کوریا ته دوه-یوه ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د اسیا اتلولي وګټله.
اسټرالیا په پایلوبه کې جنوبي کوریا ته دوه-یوه ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د اسیا اتلولي وګټله.

د اسیا د فوټبال سیالیو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په اسټرالیا کې روانې وې چې د شنبې په ورځ کوربنې لوبډلې، جنوبي کوریا ته دوه-یوه ماتې ورکړه او د اسیا د ملتونو جام یې په لومړي ځل پورته کړ.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ډېره په زړه پورې وه، لوبه په ټاکلو شویو ۹۰ دقیقو کې یوه-یوه مساوي شوه، خو اسټرالیايي لوبغاړي جیمز توري په ۱۰۵ دقیقې کې پر جنوبي کوریا دویم ګول وکړ او خپله لوبډله یې اتله کړه.

د جنوبي کوریا او اسټرالیا ترمنځ پایلوبه په سډنې کې وشوه چې لسګونه زره خلکو یې ننداره وکړه، له پیله داسې وړاندوینې کېدې چې شاید اسټرالیا د خپل کوربتوب او خپلو بې شمېره ملاتړو او مینوالو له موجودیت نه په ګټې اخیستنې سره په لومړي ځل د اسیا د دغو سیالیو اتله شي.

د دغو سیالیو په نورو لوبو کې بیا، متحدو عربو اماراتو عراق ته دوه-درې ماتې ورکړه او درېیم مقام یې وګاټه.

دغو سیالیو ته د اسیا د څه باندې ۴۰ لوبډلو له منځه ۱۶ یې دغه جام ته لاره وکړه، افغانستان هم په ۲۰۱۴ کال کې هڅه وکړه چې دغه جام ته ووځي خو، د غوراوي په لوبو کې د فلسطین په وړاندې ماتو یې د ورتګ مخه ډب کړه.

د سیالیو ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې وې، جنوبي کوریا او اسټرالیا په الف ګروپ کې و چې، کوریا په ګروپي لوبو کې اسټرالیا ته یو صفر ماتې ورکړې وه.

د اسیا جام سیالیو تاریخ

د اسیال د ملتونو د جام سیالۍ په لومړي وار په ۱۹۵۶ میلادي کال کې په هانک کانګ کې وشوې، چې جنوبي کوریا یې اتله شوه، جنوبي کوریا دوه وارې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې ده.

د اسیال جام په هرو څلورو کلونو کې یو وارې کیږي.

جاپان څلور وارې د اسیا د ملتونو جام ګټلی دی چې وروستی یې د ۲۰۱۱ کال اتلولي وه، خو په روانو سیالیو کې متحدو عربو اماراتو په منځلوبې کې په پنالټۍ کې پنځه- څلور ماتې ورکړه.

سعودي او ایران بیا درې درې وارې، عراق او کویټ بیا یو یو وارې د اسیا د ملتونو د جام اتلان شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG